د مسلکي پراختیا مرکز مشورتي بورډ
د PDC مرکز يو مشورتي بورډ لري، چې د مرکز د رسالت په پوره کولو کې مرسته کوي، ددې مشورتي بورډ موخه د مسلکې روزنیزو برنامو د پاره د لارښوونو او مشورو ورکول دي. د بورډ غړي د اوسني عصر سره سم، د اړتیا مطابق او د پوهنتون موخو ته په کتو لازم روزنیز پروګرامونه پیشنهادوي، ترڅو په اړونده ساحه کې مسلکي پوهه لوړه او د وخت سره سم ظرفیت لوړونه شوي وي. د بورډ غړي به د تدریس او زده کړو د نویو میتودونو، رهبري او مدیریت، څېړونو او نورو اړخونو کې پوه، ماهر او مسلکې اشخاص وي، ترڅو وکولای شي دروزنیزو پروګرامونو په پلانولو، لمړيتوب ټاکلو او ارزولو کې ښه رول ولوبوي او د مرکز د پرمختګ سبب شي.
لرليد
شېخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختیايي مرکز مشورتي بورډ به د پوهنتون په کچه د استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکې وړتیاوو د پرمختیا یو مخکښ مرکز وي.
رسالت
په تخصصي برخو کې استادان او کارکوونکو ته د هراړخیزو اړینو سرچېنو په کارولو سره د لازمو او نویو مهارتونو، کړنو او کړنلارو انتقالول او زمينه برابرول.
موخي
- په علمي او تخنیکي برخو کې د لازمو مسلکي پرمختګونو په اړه بحث او وده ورکول
- نویو پرمختګونو او تجاربو لېږدولو ته زمينه برابرول
- د تدریس، زده کړو او څېړنو د کیفیت لوړول
- د ښه مدیریت او ښې رهبرۍ مهارتونو ته زمينه برابرول
- د روزنیزو پروګرامونو د لارې د عوایدو لاس ته راوړل
- په ملي او نړيواله کچه د اعتبار لوړولو له پاره هڅې کول
- د استادانو او کارکوونکو مسلکی وړتیاوو د ودې په موخه هڅې کول
- د اړینو مهارتونو د لېږد لپاره د فرصتونو برابرول
- د تحصیلي سیستم معیاري او اوس مهالنی کولو له پاره هڅې کول
- د پوهنتون د ستراتېژیک پرمختګ او بریاوو لړۍ ګړندۍ کولو له پاره هځې کول
د مشورتي بورډ(Advisory Board) دندې
- د بورډ په غونډو کې په منظمه توګه ګډون.
- د بورډ ستراتیژیک او عملیاتي پلانونو په جوړولو کې د پوهنتون لرلید، رسالت، اهدافو او ستراتېژیو سره سم په اړوندو برخو کې خپله پوهه او مشورې شریکول.
- په پوهنتون کې د ښې رهبرۍ، مدیریت، تدریس، زده کړو او تخنیکي چارو پرمختګ او مسلکي کېدلو لپاره د روزنیزو برنامو پلان کولو په برخه کی مشورې ورکول.
- د روزنیزو برنامو څارنه او په اړه يې خپل نظریات او وړاندېزونه له مرکز سره شریک کول.
د مسلکي پرمختيا پاليسي د مشورتي بورډ ۱۳۹۹/۶/۱۱ (۷) پروتوکول، د (۲۱/۱۲/۱۴۰۰) (۱۲)دپروتوکول، همدارنګه د ۱۴۰۲/۱/۲۶ (۱) پروتوکول او د پوهنتون علمي شوری د ۱۴/۲/۱۴۰۲ (۱) نېټه غونډې پروتوکول کې د رايو په يوالي تائيد شوه.