د مسلکي پراختيا مرکز د ۱۴۰۲کال د کړنو لنډ ګزارش

شیخ زاید پوهنتون

علمي چارو معاونیت

مسلکي پراختیا مرکز آمریت

بسم الله الرحمن الرحیم

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د مسلکي پراختيا مرکز د ۱۴۰۲کال د کړنو لنډ ګزارش

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

کال: ۱۴۰۲ – ۱۴۰۳/۱۴۴۴- ۱۴۴۵

شیخ زاید پوهنتون

علمي چارو معاونیت

مسلکي پراختیا مرکز آمریت

بسم الله الرحمن الرحیم

د شیخ زاید پوهنتون علمي چارو محترم معاونیت ته!

د نیکو هیلو په وړاندې کولو سره؛

دا چې د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پراختيا مرکز د پوهنتون او زون په کچه د رهبري، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلينو لپاره د ظرفيت لوړونې برنامې پر مخ وړي او د مهمو لاس ته راوړنو جملې څخه يې د ۱۴۰۲ کال ځېنې کړنو ګزارش په لاندې ډول وړاندې کوو.

د ټولو کړنو لنډيز په لاندې جدول کې وړاندې شوی او تفصيل يې له جدول څخه وروسته ادامه لري.

شمېره

موضوع

ارائيه کوونکي

نېټه

۱

د کيفیت تضمین د (۱۱) ګونو معيارونو د نوي فارمټ د تشريح دوه ورځنی ورکشاپ دايرېدل.

دکتور پوهنمل قدرت الله ځواک او استاد پوهنمل غازي پتنګ

۱۴۰۲/۲/۱۹

۲

د شيخ زايد پوهنتون دوولس پوهنځيو (۳۰) محصلینو لپاره مسلکي اخلاق په عمل کې ورکشاپ دايرېدل.

د مسلکي پراختيا مرکز آمر پوهنمل محمدساقي عادل

۱۴۰۲/۳/۳

۳

شيخ زاید پوهنتون استادانو ته د Research Ethics تر عنوان لاندې يو ورځينی ورکشاپ دايرېدل.

دوکتور پوهنمل قدرت الله ځواک او د تحقيق آمر پوهنمل محمد انور انور

۱۸/۳/۱۴۰۲

۴

محصلينو لپاره اداري تشريفات په عمل کې يو سمستريز ورکشاپ دايرېدل.

د مسلکي پراختيا مرکز آمر پوهنمل محمدساقي عادل

۱۴۰۲ کال لومړی سمستر تر پای پورې

۵

د سويل ختيځ زون په کچه د کيفيت تضمین او اعتبار ورکوولو علمي پروګرامونه او چوکاټ څلور ورځينی ورکشاپ دايرېدل.

پوهندوی رضوان الله ممله وال او د کابل پوهنتون استاد پوهنمل محمد آمین آمين

۱۴۰۲/سنبله/۲۷

۶

د شيخ زايد پوهنتون ترڅنګ خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د Descriptive Statistics & Data Analysis with SPSS تر سرليک درې ورځنی ورکشاپ داير شو.

استاد پوهنمل عبدالفتاح مفلح او نامزد پوهنيار مراد علي

۱۴۰۲/۳/۲۱

۷

د شيخ زايد او خصوصي پوهنتونونو (۳۰) علمي کادرونو لپاره د PDC مفهوم، رول او اهميت تر سرليک لاندې د سمينار دايرېدل.

د مسلکي پراختيار آمر پوهنمل محمدساقي عادل

۱۴۰۲/۶/۷

۸

د څېړنې مېتودلوژي، علمي مقالو لېکل او نشر تر سرليک لاندې څلور ورځینی ورکشاپ دايرېدل

دوکتور پوهنمل احمد جاوېد شکېب او استاد پوهنيار نورالله حسين خېل

۱۴۰۲/۷/۱۰

۹

د حقوقو پوهنځي جديدالشمول محصلانو لپاره د Student Orientation تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمينار دايرېدل.

د PDC آمر او د حقوقو پوهنځي استاد پوهنمل محمدساقی عادل

د ۱۴۰۲ کال د لومړی سمستر په شروع کې

۱۰

د حقوقو پوهنځي جديدالشمول محصلانو لپاره د بېړنيو حالاتو يا لومړنی طبي مرستو تر سرليک لاندې يو ورځينی سمينار دايرېدل.

د PDC آمر او د حقوقو پوهنځي استاد پوهنمل محمدساقی عادل

د ۱۴۰۲ کال د لومړی سمستر په شروع کې

۱۱

د حقوقو پوهنځي څلورم او دريم ټوليکيو محصلانو لپاره د څېړنې اساسات او د مونوګراف شکلي اړخونه تر سرليک لاندې يو ورځينی ورکشاپ دايرېدل.

د PDC آمر او د حقوقو پوهنځي استاد پوهنمل محمدساقی عادل

۱۴۰۲ کال د دوهم سمستر په شروع کې

۱۱

دوه دېرش (۳۲) تدريسي، اجرايه او د محصلانو مسؤلينو ته د HELMS او E-Learning یو ورځينی ورکشاپ

پوهنمل حبيب الله سليمانزی، پوهنيار محمد شريف حيدر او د آي ټي آمر نقيب الله نويد

۱۴۰۲/۹/۱۴

۱۲

يو سلو دوه دېرش استادانو ته د HELMS او E-Learning یو ورځينی ورکشاپ

پوهنمل حبيب الله سليمانزی، پوهنيار عبدالفتاح مفلح، پوهنيار نذير احمد نوري، پوهنمل خالد بشرمل، پوهنيار عبدالسمع نوري، پوهنيار عبدالروف خاموش او د آي ټي آمر نقيب الله نويد

۱۴۰۲/۹/۱۵

۱۳

حقوقو پوهنځي څلورم او دريم ټولګيو محصلانو لپاره (How to Organize Standard Presentation) تر عنوال لاندې دوه ساعته پرېزنټشن

د حقوقو پوهنځي استاد او د PDC مسؤل پوهنمل محمد ساقي عادل

۱۴۰۲ کال د دوهم سمستر په شروع کې

۱۴

د شيخ زايد پوهنتون کارمندانو ته د اداري فساد پر وړاندې دوه ورځنی ورکشاپ

پوهنمل محمدساقي عادل او د شرعياتو پوهنځي نوماند پوهنيار شاهين الله اميرزی

۱۴۰۲/۱۰/۴-۵

۱۵

د اقتصاد پوهنځي ۳۰ محصلینو لپاره د بودجه جوړونه او د عوايدو پيشبيني تخنيکونه تر سرليک لاندې دوه ورځينی ورکشاپ

د اقتصاد پوهنځي استادان

۱۴۰۲/۱۰/۱۷- ۱۸

۱۶

د OBE-SCL لس ورځينی ورکشاپ

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استاد پوهنوال صديق الله بارکزی او د ننګرهار پوهنتون استاد پوهندوی علي جان عادل

۴/۷- ۲۴/۶/۱۴۴۵ (۲۴-۱۶/۱۰/۱۴۰۲)

۱۷

نوي ګمارل شويو استادانو ته د پوهنتون چاپېريال او مديريت د ورکشاپ دايرول

پوهنمل محمدساقي عادل

 

۱۸

استادانو ته د عربي ژبې زده کړيز کورس

 

پشنهاد شوی

۱۹

استادانو ته د انګليسي ژبې زده کړيز کورس

 

پشنهاد شوی

۲۰

نوي ګمارل شويو استادانو ته د کريډيټ سيستم او کورس پاليسي په اړه مهم او لنډ معلومات 

 

پشنهاد شوی

پشنهاد شوي ټرېننګونه چې راتلونکي دلو او حوت مياشتو کې به ان شاءالله تطبيق شي

۲۱

د Leadership په برخه شپږ ورځنی ورکشاپ

 

 

۲۲

د نصاب په اړه مهم معلومات

د نصاب عمومي کمېټه

 

پورته د تطبيق شويو برنامو جدول په غور سره ترتيب شوی او صحت دی

بسم الله الرحمن الرحیم

موضوع: د کيفیت تضمین (۱۱) ګونو معيارونو د نوي فارمټ تشريح تر سرليک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ

نېټه: ۱۴۰۲/۲/۱۹

ارايه کوونکی: دکتور پوهنمل قدرت الله ځواک او استاد پوهنمل غازي پتنګ

د شېخ زايد پوهنتون مسلکي پراختيا مرکز د (کيفيت تضمين آمريت) په همکارۍ د ۱۴۰۲ کال د ثور میاشتې په (۱۹) نېټه د مختلفو پوهنځیو علمي کادرونو لپاره د (د کيفیت تضمین (۱۱) ګونو معيارونو د نوي فارمټ تشريح تر سرليک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ) داير کړ. ورکشاپ د یو تن ګډونوال استاد لخوا د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شو. له تلاوت وروسته د شيخ زايد پوهنتون علمي مرستيال د ياد ورکشاپ اهميت لنډه وينا وکړه او د ورکشاپ ګډونوال يې وهڅول ترڅو د ورکشاپ موضوعاتو څخه په ښه شان آخذ وکړي. ورکشاپ د کتور قدرت الله ځواک او پوهنمل غازي پتنګ له خوا پيل شو چې دوه ورځې يې په برکې ونيولې او د ورکشاپ په پای کې ګډونوالو ته د پوښتنو وخت ورکړل شو چې د خپلو پوښتنو په اړه يې قناعت بخش ځوابونه ترلاسه کړل.

ورکشاپ د اباد او خودکفاء افغانستان په دعايه ويلو پای ته ورسېد.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

موضوع: د شيخ زايد پوهنتون دوولس پوهنځيو (۳۰) محصلینو لپاره مسلکي اخلاق په عمل کې دوه ورځينی ورکشاپ دايرېدل.

نېټه: ۱۴۰۲/۳/۳

ارايه کوونکی: د مسلکي پراختيا مرکز آمر پوهنمل محمدساقي عادل

د مسلکي پراختيار مرکز آمر پوهنمل محمدساقي عادل لخوا  د ۱۴۰۲ کال د جوزا میاشتې په (۳) نېټه د دوولس پوهنځیو (۳۰) محصلانو لپاره د (مسلکي اخلاق په عمل کې) تر عنوان لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ دایر کړ. ورکشاپ د یو تن ګډونوال لخوا د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل او ورپسې د ګډونوالو څخه د مسلکي اخلاقو په اړه نوبت په نوبت پوښتنې وشوې او د مسلکي اخلاقو د اهميت په اړه يې خپل نظريات له ګډونوالو سره شريک کړل، د نظرياتو د تبدلې وروسته د PDC آمر پوهنمل محمدساقي عادل خپل ورکشاپ پيل چې ددوو ورځو په جريان کې يې په ګډونوالو عملی او نظري کارونه ترسره کړل. په اخر کې بيا هم ګډونوالو ته د پوښتنو وخت ورکړل شو چې د خپلو پوښتنو په اړه يې قناعت بخش ځوابونه ترلاسه کړل. سمينار د اباد او خودکفاء افغانستان په دعایه ويلو پای ته ورسېد.

بسم الله الرحمن الرحیم

موضوع: شيخ زاید پوهنتون استادانو ته د Research Ethics تر عنوان لاندې يو ورځينی ورکشاپ دايرېدل.

نېټه: ۱۸/۳/۱۴۰۲

ارايه کوونکی: دوکتور پوهنمل قدرت الله ځواک او د تحقيق آمر پوهنمل محمد انور انور

‎‎د شېخ زايد پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ آمريت دفتر کې د ۱۴۰۲ کال د جوزا میاشتې په (۱۸) نېټه د تحقيق او رېسرچ آمريت لخوا د مختلفو ادارو او پوهنځیو استادانو لپاره د (Research Ethics) تر سرليک لاندې يو ورځنی روزنیز ورکشاپ دایر کړ چې د شېخ زايد پوهنتون ټولو پوهنځيو څخه پکې يو يو علمي کادر ګډون کړی ؤ. ورکشاپ د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل، ورپسې د علمي چارو مرستيال پوهنمل عبدالطیف رحيمي د ورکشاپ اهميت او تحقيق په اړه هر اړخيزه وينا وکړه. د ورکشاپ په پيل کې د ګډونوالو څخه د څېړنې اخلاقو په اړه نوبت په نوبت پوښتنې وشوې او په اړه يې خپلمنځي نظريات ګډونوالو لخوا سره شريک شول، د نظرياتو د تبدلې وروسته محترم استاد قدرت الله ځواک او محترم استاد انور انور ورکشاپ پيل چې يوه ورځ يې په بر کې ونيوله، اخر کې بيا هم ګډونوالو ته د پوښتنو وخت ورکړل شو چې د خپلو پوښتنو په اړه قناعت بخش ځوابونه وړاندل شول. پرېزنټشن د اباد او خودکفاء افغانستان په دعایه ويلو پای ته ورسېد.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

موضوع: محصلينو لپاره اداري تشريفات په عمل کې

نېټه: ۱۴۰۲ کال لومړی سمستر تر پای پورې (يوسمستريز پروګرام)

ټرېنر: د مسلکي پراختيا مرکز آمر پوهنمل محمدساقي عادل

د مسلکي پراختيار مرکز آمر پوهنمل محمدساقي عادل د ۱۴۰۲ کال د لومړی سمستر په شروع کې د (اداري تشريفات په عمل کې) تر سرليک لاندې یو سمستريز روزنیز ورکشاپ دایر شو. په نوموړي ورکشاپ کې محصلینو لومړی د عملي برنامو تر سرليک لاندې يوه کمېټه جوړه کړه چې د ذکر شوي کمېټې لپاره ټول اړين تشريفات نوبت په نوبت ترسره شول، محصلينو هره هفته کې منظمې غونډې درلودې چې رهبري يې پوهنمل محمدساقی کوله او محصلینو وکړی شول چې نوموړي کمېټې لپاره انکشافي پلان، عملياتي پلان، کلنی پلان، د غونډو کتاب، صادره او وارده او داسې نور ترتيب او په دوسيه کې يې منظم کړي. ورکشاپ د اباد افغانستان په دعا ويلو پای ته ورسېد.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

موضوع: د زون په کچه دکيفيت تضمين او اعتبار ورکونې چوکاټ او علمي پروګرامونو څلور ورځنی روزنيز ورکشاپ

نېټه: ۱۴۰۲ کال د سنبلې ۲۷  

ټرېنران: پوهندوی رضوان الله ممله وال او د کابل پوهنتون استاد پوهنمل محمد آمین آمين

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پراختيار مرکز کې د (د زون په کچه د کيفيت تضمين او اعتبار ورکوونې چوکاټ او علمي پروګرامونه څلور ورځنی روزنيز ورکشاپ) ترعنوان لاندې دایر شو. په نوموړي ورکشاپ کې د شيخ زاید پوهنتون د ټولو پوهنځيو رئيسانو سربيره د زون په سطحه ټولو خصوصي او دولتي پوهنتونونو نمايندګانو ګډون کړی و چې د کيفيت تضمين او اعتبار ورکوونې چوکاټ او علمي پروګرامونو په اړه مفصل معلومات پکې وړاندې شول او د ورکشاپ مکمل معلومات د شيخ زايد پوهنتون د کيفيت تضمين آمريت په دفتر کې موجود دي.

 

 

 

 

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

موضوع: د شيخ زايد پوهنتون ترڅنګ خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د Descriptive Statistics & Data Analysis with SPSS تر سرليک درې ورځنی ورکشاپ داير شو

نېټه: ۱۴۰۲/۳/۲۱

ټرېنران: استاد پوهنمل عبدالفتاح مفلح او نامزد پوهنيار مراد علي

د ۱۴۰۲ کال د جوزا مياشت په ۲۱ مه نېټه، د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پراختیا مرکز کې د (Descriptive Statistics & Data Analysis with SPSS) تر سرليک لاندې درې ورځينی ورکشاپ د قرآن عظيم الشان څو مبارکو اياتونو تلاوت سره پيل شو. ياد ورکشاپ د علمي چارو مرستيال پوهنمل عبدالطيف رحيمي په پرانيستونکي وينا کې ډېر مهم وګڼل شو او ګډنوال يې وهڅول ترڅو له ورکشاپ څخه بشپړه ګټه پورته کړي او په خپلو پوهنځیو کې يې نورو استادانو ته هم تطبيق کړي. ورکشاپ په دريمه ورځ د اباد او خودکفاء افغانستان په دعايه ويلو پای ته ورسېد.

 

 

 

 

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

موضوع: د شيخ زايد او خصوصي پوهنتونونو (۳۰) علمي کادرونو لپاره د PDC مفهوم، رول او اهميت تر سرليک لاندې يو ورځنی سمينار دايرېدل.

نېټه: ۱۴۰۲/۶/۷

ټرېنران: پوهنمل محمدساقي عادل

ياد سمينار د ۱۴۰۲ کال د سنبله په ۷ نېټه د خصوصي او دولتي پوهنتونونو (۳۰) علمي کادر غړو لپاره تطبيق شو. یاد سمينار چې د پوهنمل محمد ساقی عادل لخوا وړاندې شو، په پوهنتونونو کې د مسلکی پراختيا مرکز مفهوم، رول او اهمیت په اړه معلومات پکې ارائپه شول ترڅو په راتلوونکي کې ټولې خواوې وکړای شي چې د ظرفيت لوړونې په برخه خپلې ستونزې له مسلکي پراختيا مرکزونو سره شريکې کړي. سمينار د اباد او خودکفاء افغانستان په دعايه ويلو پای ته ورسېد.

 

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

موضوع: د څېړنې مېتودلوژي، علمي مقالو لېکل او نشر تر سرليک لاندې څلور ورځینی ورکشاپ دايرېدل

نېټه: ۱۴۰۲/۷/۱۰

ټرېنران: دوکتور پوهنمل احمد جاوېد شکېب او استاد پوهنيار نورالله حسين خېل

نوموړی ورکشاپ چې د ۱۴۰۲ کال د ميزان ۱۰ نېټه د قرآن پاک څو مبارکو اياتونو تلاوت سره پيل شو، د شيخ زاید پوهنتون سرپرست رئيس او د علمي چارو مرستيال مقدماتي وينا کې د ورکشاپ اهميت او ګټو باندې په تفصيل سره خبرې وکړې او ګډنوال يې وهڅول ترڅو د تحقيق او څېړنې په برخه کې چټک ګامونه پورته کړي، ځکه چې اوسنی عصر د تحقيق عصر دی او موږ به خپلو مشکلاتو هغه مهال د حل لار پيدا کړو چې تحقیق مو پياوړی شي. د ورکشاپ لومړی دوه ورځې د پوهنيار نورالله حسین خېل لخوا د مقالو لېکل او نشر په اړه موضوعات له ګډنوالو سره شريک شول، د ورکشاپ دوې اخري ورځې د دکتور احمد جاوېد شکېب لخوا د څېړنې مېتودلوژي د Deductive او Inductive او داسې نورو موضوعات په عملي او نظري ډول له ګډنوالو سره شريک شول.

د يادولو وړ ده چې په ياد ورکشاپ کې زياتره کار  ګروپي شکل (د Jigsaw ) مېتود له لارې ترسره شو. ورکشاپ د اباد او خودکفاء افغانستان په دعايه ويلو پای ته ورسېد.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

موضوع: د حقوقو پوهنځي څلورم او دريم ټوليکيو محصلانو لپاره د څېړنې اساسات او د مونوګراف شکلي اړخونه تر سرليک لاندې يو ورځينی ورکشاپ دايرېدل.

نېټه: د ۱۴۰۲ کال د دوهم سمستر په شروع کې

ټرېنر: د حقوقو پوهنځي استاد او د PDC مسؤل پوهنمل محمدساقي عادل

یاد پرېزنټشن د قرآن پاک څو مبارکو اياتونو تلاوت سره پيل شو، له تلاوت وروسته استاد محمد ساقي عادل په مقدماتي وينا کې د پرېزنټشن اهميت او ګټو باندې په تفصيل خبرې وکړې او محصلین يې وهڅول ترڅو د تحقيق او څېړنې په برخه کې چټک ګامونه پورته کړي، ځکه چې اوسنی عصر د تحقيق عصر دی او موږ به خپلو مشکلاتو ته هغه مهال حل پيدا کړو چې تحقیقات او څېړنې مو پياوړي شي. په ياد پرېزنټشن کې د څېړنې پېژندنه، د څېړنې مېتود يا تګلارې، د څېړنې اړتيا او ارزښت، د څېړنې په اهميت کې باید کومو سوالونو ته ځواب ورکړل شي، د څېړنې اهداف، د څېړنې اخلاقي پاليسي، د څېړنې ډولونه، وقفه ګروپي کار، د تحقيق مراحل، د موضوع ټاکلو منابع، د موضوع ټاکلو شرايط، د موضوع ځانګړي کول، د څېړنې خاکه (Proposal)، د پروپوزل عناصر، د معلوماتو تحليل او تګلارې يې، مونوګراف څه ته وايي، د مونوګراف اصلي برخې، د مونوګراف دفاع او داسې نورو موضوعات په عملي او نظري ډول له محصلينو سره شريک شول چې اسناد او شواهد يې د حقوقو پوهنځي نظم دسپلین فرعي کمېټه او يوه کافي يې د حقوقو پوهنځي د څېړنې فرعي کمېټې ته هم لېږل شوي. ياد پرېزنټشن د خودکفاء او اباد افغانستان په دعايه ويلو پای ته ورسېد.

 

بسم الله الرحمن الرحیم

موضوع: د حقوقو پوهنځي څلورم او دريم ټوليکيو محصلانو لپاره (How to Organize and Prepare Standard Presentation) تر سرليک لاندې يو ورځينی ورکشاپ دايرېدل.

نېټه: د ۱۴۰۲ کال د دوهم سمستر په شروع کې

ټرېنر: د حقوقو پوهنځي استاد او د PDC مسؤل پوهنمل محمدساقي عادل

یاد پرېزنټشن د قرآن پاک څو مبارکو اياتونو تلاوت سره پيل شو، له تلاوت وروسته استاد محمد ساقي عادل په مقدماتي وينا کې د پرېزنټشن اهميت او ګټو باندې په تفصيل خبرې وکړې او محصلین يې وهڅول ترڅو په راتلونکي کې د ښه او موثر افهام او تفهيم يا Best Communication لپاره چټک ګامونه پورته کړي او په ښوونيزو نهادونو کې د ښه پوهېدو لپاره له داسې وسايلو او طريقو څخه استفاده وکړي چې په اسانۍ سره خپلو زده کړيزو اهدافو ته ورسيږي. په ياد پرېزنټشن کې څنګه کولی شو چې معياري پرېزنټشن، معياري سلايډونه او داسې نورو موضوعاتو باندې په عملي او نظري ډول له محصلينو سره کار وشو چې اسناد او شواهد يې د حقوقو پوهنځي نظم دسپلین فرعي کمېټه او يوه کافي يې د حقوقو پوهنځي د څېړنې فرعي کمېټې ته هم لېږل شوي.

ياد پرېزنټشن د خودکفاء او اباد افغانستان په دعايه ويلو پای ته ورسېد.

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

موضوع: د حقوقو پوهنځي جديدالشمول محصلانو لپاره د Student Orientation، بېړني حالات، کرېډيټ سيستم اړينې مادې، په پوهنتون کې د جرمي عمالو مخنیوی، د څېړنې، انصاف او عدالت تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمينار دايرېدل.

نېټه: د ۱۴۰۲ کال د لومړی سمستر په شروع کې

ټرېنر: د حقوقو پوهنځي استاد او د PDC مسؤل پوهنمل محمدساقي عادل

یاد پرېزنټشن د قرآن پاک څو مبارکو اياتونو تلاوت سره پيل شو، له تلاوت وروسته استاد محمد ساقي عادل په مقدماتي وينا کې د پرېزنټشن اهميت او ګټو باندې په تفصيل خبرې وکړې او محصلین يې وهڅول ترڅو د پوهنتون څلور کلنې دورې په برخه کې چټک ګامونه پورته کړي او په ياد پرېزنټشن کې ذکر کېدونکو نقاطو ته په جديت سره په پام کې ونيسي.

په ياد پرېزنټشن کې د بېړني حالات، کرېډيټ سيستم اړينې مادې، چاپېريال، اکاډميک چاپېريال، د پوهنتون رهبري، د حقوقو پوهنځي رهبري، استادان، کارمندان، مواد مخدر، جرمي اعمال لکه قباحت، جنحه، بې اخترامي، ژبني، مذهبي، قومی تعصبات، تبعضي کړنې او داسې نورو موضوعات په عملي او نظري ډول له محصلينو سره شريک شول چې اسناد او شواهد يې د حقوقو پوهنځي نظم دسپلین فرعي کمېټه شتون لري.

ياد پرېزنټشن د خودکفاء او اباد افغانستان په دعايه ويلو پای ته ورسېد.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

موضوع: د حقوقو پوهنځي جديدالشمول محصلانو لپاره د Student Orientation، بېړني حالات، کرېډيټ سيستم اړينې مادې، په پوهنتون کې د جرمي عمالو مخنیوی، د څېړنې، انصاف او عدالت تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمينار دايرېدل.

نېټه: د ۱۴۰۲ کال د قوس مياشتې ۵ - ۷

ټرېنر: د حقوقو پوهنځي استاد او د PDC مسؤل پوهنمل محمدساقي عادل

یاد پرېزنټشن د قرآن پاک څو مبارکو اياتونو تلاوت سره پيل شو، له تلاوت وروسته استاد محمد ساقي عادل په مقدماتي وينا کې د پرېزنټشن اهميت او ګټو باندې په تفصيل خبرې وکړې او محصلین يې وهڅول ترڅو د پوهنتون څلور کلنې دورې په برخه کې چټک ګامونه پورته کړي او په ياد پرېزنټشن کې ذکر کېدونکو نقاطو ته په جديت سره په پام کې ونيسي.

په ياد پرېزنټشن کې د بېړني حالات، کرېډيټ سيستم اړينې مادې، چاپېريال، اکاډميک چاپېريال، د پوهنتون رهبري، د حقوقو پوهنځي رهبري، استادان، کارمندان، مواد مخدر، جرمي اعمال لکه قباحت، جنحه، بې اخترامي، ژبني، مذهبي، قومی تعصبات، تبعضي کړنې او داسې نورو موضوعات په عملي او نظري ډول له محصلينو سره شريک شول چې اسناد او شواهد يې د حقوقو پوهنځي نظم دسپلین فرعي کمېټه شتون لري.

ياد پرېزنټشن د خودکفاء او اباد افغانستان په دعايه ويلو پای ته ورسېد.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

موضوع: دوه دېرش (۳۲) تدريسي، اجرايه او د محصلانو مسؤلينو ته د HELMS او E-Learning یو ورځينی ورکشاپ

نېټه: ۱۴۰۲/۹/۱۴

ارايه کوونکی: پوهنمل حبيب الله سليمانزی، پوهنيار محمد شريف حيدر او د آي ټي آمر نقيب الله نويد

شېخ زايد پوهنتون مسلکي پراختيا مرکز نن سه شنبه ۱۴۰۲ کال د ليندۍ میاشتې (۱۴) نېټه چې د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الاول مياشت ۲۲ مې نېټې سره برابره ده، د دوولس پوهنځیو تدريسي، اجرايه مديران او د محصلانو چارو معاونيت اړوند کارمندانو لپاره د (د HELMS او  E-Learning) یو ورځينی ورکشاپ داير کړی شو. ورکشاپ د یو تن ګډونوال لخوا د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شو. له تلاوت وروسته محترم استاد پوهنمل حبيب الله سليمانزي د ورکشاپ ګډونوالو ته لنډ نظري پرېزنټشن چې د ورکشاپ ټوله محتوی يا موضوعات لکه (د استاد صلاحيتونه او مسؤليتونه، د مديرانو صلاحيتونه او مسؤلیتونه او د محصلانو صلاحيتونه او مسؤليتونه) په ښه شان پکې روښانه شوي وو وړاندې کړ. له پرېزنټشن وروسته ورکشاپ عملاً د محترم استاد پوهنمل حبيب الله سليمانزي، پوهيار محمد شريف حيدر او د آی ټي آمر نقيب الله نويد لخوا ټول مديران عملاً خپل يوزر ته داخل کړل او تر څلور بجو پورې هم عملي او هم نظري ډول په شریکه کار وکړ چې د ورکشاپ په پای کې ګډونوالو ته د زياتو پوښتنو وخت ورکړل شو او د خپلو پوښتنو په اړه يې قناعت بخش ځوابونه ترلاسه کړل، همدارنګه ډاډ ورکړل شو چې د استاد مفلح لخوا تیار ريکارډ شوي وېډيوګانې به هم درسره شريکې شي. د ورکشاپ پای شيبو کې ګډنوالو ته د ارزونې ځانګړي پوښتنپاڼې ورکړل شوې چې ان شاءالله معقول پشنهادات او وړانديزونه به يې توحيد کړل شي او په راتلونکي کې به د حل په موخه تاسو سره شريک شي. ورکشاپ د اباد او خودکفاء افغانستان په دعايه ويلو پای ته ورسېد.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

موضوع: يو سلو دوه دېرش استادانو ته د HELMS او E-Learning یو ورځينی ورکشاپ

نېټه: ۱۴۰۲/۹/۱۵

ارايه کوونکی: پوهنمل حبيب الله سليمانزی، پوهنيار عبدالفتاح مفلح، پوهنيار نذير احمد نوري، پوهنمل خالد بشرمل، پوهنيار عبدالسمع نوري، پوهنيار عبدالروف خاموش او د آي ټي آمر نقيب الله نويد

شېخ زايد پوهنتون مسلکي پراختيا مرکز نن چهار شنبه ۱۴۰۲ کال د ليندۍ میاشتې (۱۵) نېټه چې د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الاول مياشت ۲۳ مې نېټې سره برابره ده، د دوولس پوهنځیو څلور څلوېښت ديپارتمنت امرين او د هر ديپارتمنت دوه دوه استادان چې جمله ۱۳۲ کادرونه کيږي د (HELMS او  E-Learning) یو ورځينی ورکشاپ داير کړی شو. ورکشاپ د شرعياتو پوهنځي محترم استاد قريشي لخوا د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شو. له تلاوت وروسته محترم استاد پوهنمل حبيب الله سليمانزي د ورکشاپ ګډونوالو ته لنډ نظري پرېزنټشن چې د ورکشاپ ټوله محتوی يا موضوعات لکه (د استاد صلاحيتونه او مسؤليتونه، د مديرانو صلاحيتونه او مسؤلیتونه او د محصلانو صلاحيتونه او مسؤليتونه) په ښه شان پکې روښانه شوي وو وړاندې کړ. له پرېزنټشن وروسته ورکشاپ عملاً د پوهنمل حبيب الله سليمانزی، پوهنيار عبدالفتاح مفلح، پوهنيار نذير احمد نوري، پوهنمل خالد بشرمل، پوهنيار عبدالسمع نوري، پوهنيار عبدالروف خاموش او د آي ټي آمر نقيب الله نويد لخوا ټول استادان عملاً خپل يوزر ته داخل کړل او تر څلورو بجو پورې هم عملي او هم نظري ډول په شریکه کار وکړ او ټولو محترمو ټرېنر استادانو له دوی سره اضافي موضوعات هم شريک کړل چې د سيستم پرمخ بیولو کې ګټور تمام شی. د ورکشاپ په پای کې ګډونوالو ته د زياتو پوښتنو وخت ورکړل شو او د خپلو پوښتنو په اړه يې قناعت بخش ځوابونه ترلاسه کړل. د ورکشاپ پای شيبو کې ګډنوالو ته د ارزونې ځانګړي پوښتنپاڼې ورکړل شوې چې ان شاءالله معقول پشنهادات او وړانديزونه به يې توحيد کړل شي او په راتلونکي کې به د حل په موخه تاسو سره شريک شي. همدارنګه د ورکشاپ ارزونې او د پای دعايه لپاره د ټولنيزو علومو پوهنځي محترم استاد پوهنوال زرولي صديقي راوغوښتل شو چې ورکشاپ يې مثبت او مفید وارزولو او ورکشاپ د اباد او خودکفاء افغانستان په دعايه ويلو پای ته ورسېد.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

موضوع: شيخ زايد پوهنتون مامورينو ته د اداري فساد پر وړاندې مبارزه تر سرليک لاندې دوه ورځينی ورکشاپ

نېټه: ۱۴۰۲/۱۰/۴- ۵

وړاندې کوونکي:  د حقوقو پوهنځي استاد او د PDC آمر پوهنمل محمدساقي عادل او د شرعياتو پوهنځي نوماند پوهنيار شاهين الله اميرزی

شېخ زايد پوهنتون مسلکي پراختيا مرکز نن دو شنبه ۱۴۰۲ کال د جدي میاشتې (۴- ۵) نېټې چې د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب مياشت ۱۲-۱۳ مې نېټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون (۵۰) اداري کارمندانو ته د (اداري فساد پر وړاندې مبارزه) دوه ورځينی ورکشاپ داير کړی شو. ورکشاپ د يو تن ګډنوال لخوا د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شو. له تلاوت وروسته محترم استاد پوهنمل محمدساقی عادل د ورکشاپ لومړی ورځ پيل کړه چې موضوعات يې (د فساد مفهوم، پېژندنه، د فساد ډولونه، د فساد لاملونه، د فساد ځينې بيلګې، د فساد ځينې حل لارې او داسې نور) په نظري او عملی ډول وړاندې کړل، د ورکشاپ په دوهمه ورځ د شرعياتو پوهنځي محترم استاد شاهين الله امیرزي لخوا فساد د اسلامي شرعت له مخې څومره بد معرفي شوی، مرتکبینو جزا به څه وي او داسې نورو باندې بحث وشو. د ورکشاپ په پای کې ګډونوالو ته د زياتو پوښتنو وخت ورکړل شو او د خپلو پوښتنو په اړه يې قناعت بخش ځوابونه ترلاسه کړل. د ورکشاپ پای شيبو کې ګډنوالو ته د ارزونې ځانګړي پوښتنپاڼې ورکړل شوې چې ان شاءالله معقول پشنهادات او وړانديزونه به يې توحيد کړل شي او په راتلونکي کې به د حل په موخه تاسو سره شريک شي. همدارنګه د ورکشاپ ارزونې او د پای دعايه لپاره د شيخ زاید پوهنتون رئيس شيخ الحديث مسلمين راشد راوغوښتل شو چې ورکشاپ يې مثبت او مفید وارزولو، ځکه چې فساد د دنيا او اخيرت د ذلت، رسوايي او ادارې د له منځه تلو سبب کيږی، ددې ناوړه پديدې په وړاندط مبارزه زموږ او ستاسو ايماني دنده ده او اداري کارکوونکي يې وهڅول چې خپلې دندې ته ژمنتيا او په ښه شان خدمات وړاندې کول عبادت دی او دعا يې وکړه چې له الله تعالی څخه اباد او خودکفاء افغانستان ولرو.

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

موضوع: د OBE-SCL لس ورځينی ورکشاپ

نېټه: ۴/۷- ۲۴/۶/۱۴۴۵ (۲۴-۱۶/۱۰/۱۴۰۲)

ارايه کوونکی: د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استاد پوهنوال صديق الله بارکزی او د ننګرهار پوهنتون استاد پوهندوی علي جان عادل

السلام عليکم و رحمت الله و برکاته

د شېخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختيا مرکز کې د (OBE-SCL لس ورځينی ورکشاپ) د ۱۴۰۲ هـ ش کال د مرغومى ۱۶مه، چې د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الثاني مياشتې له ۲۴ مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختيا مرکز کې (۳۰) تنو علمي کادر غړو لپاره پيل شو.

د ورکشاپ د پيل مراسمو ته د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحديث مسلمين راشد په خپلو خبرو کې ياد سمينار ډېر ګټور ياد کړ او له ګډنوالو يې وغوښتل چې په پوره اخلاص سره پکې ګډون وکړي.

ياد ورکشاپ پوره لس ورځې په داسې حال کې چې د لوړوزده کړو وزارت څخه راغلی هيئت، د شيخ زايد پوهنتون رهبري او د مسلکي پرمختيا مرکز آمر لخوا څارل کېدو، دوام وکړ او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي کادر غړی ماسټر ټرېنر پوهنوال صديق الله بارکزی او د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړی ماسټر ټرېنر پوهندوی علي جان عادل لخوا پر مخ يووړل شو چې پدې لسو ورځو کې يې لاندې موضوعات ګډنوالو سره په نظري او عملي ډول شريک کړل:

·       د پايلې پر بنسټ زده کړې تعريف

·       د تحصيلي ادارې له فارغانو د استخدام کوونکو هيله

·       د پايلې پر بنسټ زده کړې او معمولي زده کړې ترمنځ توپيرونه

·       د پايلې پر بنسټ زده کړې سيستم بنسټيز اصول

·       د پايلې پر بنسټ زده کړې سيستم ښوونيز نصاب

·       د پايلو لوړول

·       د زده کړې پايلې

·       د روزنيز پروګرام پايلې

·       د پروګرام پايلې

·       د کورس د زده کړې پايلې

·       د عامو زده کړو او مهارتونو پړاوونه

·       ذهني ساحه

·       عاطفي ساحه

·       عملي محدوده

·       تدريس او زده کړه او د زده کړې له پايلو سره يې تناسب

·       محصل محوره زده کړې

·       ارزونه

·       د کيفيت د مديريت سيستم

·       د کيفيت د پرله پسې لوړولو دايره او د کيفيت د پرله پسې لوړولو موډل

·       د ارزونې مقصد

·       د ارزونې اصول

·       د ارزونې اړوند ترمينالوژيو تعريف

·       د ارزونې تعريف

·       کليدي ترمينالوژي

·       کيفي او کمې ارزونه

·       ارزول کېدونکي شيان

·       د ارزونې ميتودونه او وسايل

·       د ارزونې ډولونه

·       د روزنيزو پروګرامونو موخې يا سازماني ارزونه

·       د (PEO) د روزنیزو موخو د پروګرام د ارزونې میتودونه

·       د پروګرام د پايلو ارزونه

·       د پروګرام د پايلو ارزونکي ميتودونه

·       د کورس پايلې- کورس او شاګرد محوره ارزونه

·       د ارزونې دايره

·       د يوې ګټورې او غېزمنې ارزونې برخې

·       تدريس او د ارزونې له پاره پروګرام جوړونه

·        د تدريس او ارزونې ترمنځ جوړونکی توازن

·       د تدريس عام شرايط او د تدريس- زده کړې له فعاليتونو سره همغږي

·       د ارزونې د تدريس او د کورس د پايلو ترمنځ تناسب

·       د زده کړې د پايلو د ارزونې ستراتيژيګانې

·       د ارزونې د ميتودونو ټاکنه

·       د تدريس او ارزونې ترمنځ د جوړونکي توازن تطبيق

·       اغېزمن فيډبک

·       د ارزونې پايلې

·       انعکاس

·       د يو ويشتمې پيړۍ بدليدونکی چاپيريال

·       نړيوال نوښتونه

·       د غير رسمي زده کړې مشارکتي جوړښتونه

·       مشارکتي زده کړه

·       د زده کړې سبکونه

·       د خوازه بندي له لارې د محصلانو د زده کړې سره مرسته

·       د زده کړې د اغېزمن چاپيريال طرحه کول

·       د خلک څرنګه زده کړه کوي (HPL) چوکاټ

·       جوړونکی توازن

·       د فعالې زده کړې په کارولو سره د زده کړې د يوه متوازن چاپېريال پلانول

·       د زده شويو مفاهيمو را په يادول او ترتيب

·       د کورس مخو ته د لاسرسي له پاره د کورس طرحه او تطبيق

·       د زده کړې د پايلو او د تدريس او زده کړې فعاليتونو ترمنځ ناهمغږي

·       د ټيم جوړښت او ډينامکونه

·       د ټيم رامنځ ته کول

·       تنوع، د مسووليتونو پر غاړه اخيستل، د ټيم خوځنده کول

·       رسمي مشارکتي زده کړه

·       د مشارکتي زده کړې درې ستنې

·       د مشارکتي زده کړې رسمي جوړښتونه

·       د مشارکتي زده کړې له ميتودونو څخه په ګټې اخيستنې د يوې اغېزمنې زده کړې د چاپيريال رامنځ ته کول

·       د مشارکتي زده کړې ارزونه

·       په کورسونو کې د ګډې زده کړې له پاره پلان جوړونه

·       مرستندويه ټيم

·       په ټيم کې د کار کولو په وخت کې احتمالي ننګونې

·       د روزنيزو ګروپونو پرتله

·       د ټيمي کارونو له پاره ملاتړ برابرول

·       ترکيبي زده کړې (Blended Learning)

پورته مواد په دې لس ورځني ورکشاپ کې په داسې توګه تدريس شول چې د ورکشاپ ګډونوالو ته ورسپارل شوې دندې د هغوی په واسطه په سمه توګه ترسره کېدې او په وخت فيډبک ورته ورکول کېده، د ګډونوالو د تود ګډون له امله د پايلو په ترلاسه کېدو سره ورکشاپ پای مراسمو ته ورسېد، چې د سه شنبې ورځ د ۱۴۰۲ هـ ش کال د مرغومي مياشتې ۲۶ مه، چې د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب مياشتې له ۴ مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختيا مرکز کې د پای مراسمو ته د محصلانو چارو مرستيال او څېړنو او علمي مجلې معاونينو په خپلو خبرو کې د ورکشاپ ټولو ګډونوالو، استادانو او په ځانګړي ډول د ماسټر ټرېنرانو مننه وکړه، چې په تېرو لسو ورځو کې يې د یاد ورکشاپ پر مهال د شيخ زايد پوهنتون استادانو سره د زړه له تله زیار وګاله او په پوره بريالېتوب سره يې ياد ورکشاپ پای ته ورساوه.

همدارنګه ماسټر ټرېنر پوهندوی علي جان عادل د شيخ زايد پوهنتون رهبري او استادانو له ميلمه پالنې څخه مننه وکړه او زیاته يې کړه چې دوی هر وخت چمتو دي په راتلونکي کې د شيخ زاید پوهنتون سره هر ډول همکارۍ ته دوام ورکړي.

ورکشاپ د اباد او خودکفاء افغانستان په دعايه ويلو پای ته ورسېد.

 

 

 

درنښت

ترتیب‌کوونکی: پوهنمل محمدساقي عادل                                             تاییدکوونکی: سيد اسماعيل روحاني

د مسلکي پراختیا مرکز آمر                                                                   د شيخ زايد پوهنتون علمي مرستيال