د علمي څیړنو معاونیت

د معاونیت نوم: د علمي څیړنو معاونیت

د معاون شهرت ( نوم: احمد جاوید تخلصی: شکیب، د پلان نوم: حضرت علي، دنده: د علمي څیړنو معاون، د مبایل شمیره: +93771215190، ایمیل ادرس javid.shakib@gmail.com )

د معاونیت رسمي ایمیل ادرس researchvc@szu.edu.af

احمد جاوید شکیب د افغانستان په غزني ولایت کې زیږیدلی دی. لومړنۍ او ثانوي زده کړې يې د پاکستان په پېښور ښار کې د التقوا په لېسه کې بشپړې کړې دي. په ۲۰۰۳ کال کې افغانستان ته راستون شو او خپلې لوړې زده کړې یې د ننګرهار په لېسه کې بشپړې کړې.

احمد جاوید شکیب په ۲۰۰۵ کال کې د شیخ زاید پوهنتون  د ژورنالیزم او عامه اړیکو په پوهنځي کې شامل شو او په ۲۰۰۸ کال کې یې د لیسانس سند په بریالیتوب سره پای ته ورساوه. له فراغت سره سم شکیب په یاد پوهنځي کې علمی کادر په توګه دنده پيل کړه.

په ۲۰۱۱ کال کې ښاغلی شکیب جاپان ته سفر وکړ هلته يې په نړیوالو مطالعاتو کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړي. هغه په ​​۲۰۱۴ کال کې په بریالیتوب سره د خپلې ماسټرۍ له تیزیس  څخه دفاع وکړه او افغانستان ته راستون شو. دوه کاله يې د ژورنالیزم او عامه اړیکو په پوهنځي کې د علمي کادر دنده ترسره کولو وروسته په ۲۰۱۶ کال کې  د شیخ زاید پوهنتون د محصلینو د چارو د مرستیال په توګه وټاکل شو. هغه په ​​دې دنده کې درې کاله خدمت وکړ.

په ۲۰۱۹ کال کې ښاغلی شکیب  د دکتورا د زده کړې لپاره چین ته لاړ. په ووهان کې د مرکزي چین پوهنتون څخه يې د ۲۰۲۳ کال په اکسټ کې په ​​بریالیتوب سره د دکتورا تیزیس دفاع وکړ. افغانستان ته په راستنیدو سره، هغه د شیخ زاید پوهنتون د علمي څیړنو د مرستیال په توګه وګمارل شو.