د استادانو مسلکي پرمختیا مرکز پیژندنه
لوړوزده کړو وزارت هر وخت هڅه کوي ترڅو په ښه کیفیت مسلکي او په کار پوه کادرونه د ټولنې اړتیاوو ته په کتو و روزي، په پوهنتونونو کې د استادانو د مسلکي پوهې او علمي سویې د لوړولو لپاره اوږدمهاله او لنډمهاله روزنیزو پروګرامونو ته اړتيا ده او د لوړو زده کړو په ټولو مؤسساتو کې بايد هغه اسانتیاوې مهیا کړل شي، چې د ښه تدریس، زده کړو، څېړونو، ښه رهبري، مدیریت او داسې نورو برخو کې اړينې وي. په تېرو څو کلونو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي. لکه: د کیفیت د تضمین پروسې ایجادول، د استادانو له پاره د ماسټري او دوکتورا ترکچې دعلمي درجې د لوړولو له پاره د علمي برنامي برابرول، په لنډ مهاله علمي برنامو کې د پوهنتون استادانو ګډون، د تدریس د کیفیت د ښه والي له پاره د OBE-SCL برنامو ایجادول، د نوي عصر سره سم په تدریس او زده کړو کې د ټیکنالوژۍ کارول (د بريښنائي او Online زده کړو د پروسو شروع کول)، د څېړونو لپاره د مرکزنو ايجادول، خصوصي سکتورونو ته د لوړوزده کړو په برخه کې د فعالیت اجازه ورکول او داسې نور ډېر فعالیتونه ترسره شوي دي.
د لوړوزده کړو وزارت د لوړو زده کړو دپرمختیايي پروګرام (HEDP) په مرسته نه یوازې د استادانو بلکې د اداري او تخنیکي کارکوونکو د مسلکي پوهې د لوړولو او د اوسني تحصیلي سیسټم دمعیاري کولو له پاره یو بل مهم اقدام کړی، چې هغه په پوهنتونونو کې دمسلکي پرمختیايي مرکزونو (PDC) ایجادول دي. دا مرکزونه به په تدریس او زده کړه، د ښې رهبرۍ او مدیریت، څېړونو او نورو تخنیکي برخو کې د استادانو او کارکوونکو مسلکي پوهه د لازمو مسلکي روزنیزو برنامو او امکاناتو په برابرولو، مدیریت کولو او ارزولو کې کار کوي.
شېخ زايد پوهنتون د هېواد په کچه د لوړوزده کړو وزارت یو له لويو او مهمو پوهنتونونو څخه دی او ښې لاس ته راوړنې د ځان سره لري، چې د مهمو لاس ته راوړنو له جملې څخه د شېخ زايد پوهنتون د علمی معاونیت په چوکاټ کې د ۱۳۹۷ کال د شروع سره سم د مسلکي پرمختيا مرکز تشکیل او خپل فعالیت یي پیل کړی. د PDC مرکز د وزارت او پوهنتون اهدافو او ستراتېژیو ته په کتو د خپلو ستراتېژیکو لیوالتياوو په ټاکلو سره خپل لرلید، رسالت او موخې ټاکلي او په لاس ته راوړلو کې به يې خپله پوره پوره هڅه کوي.