د شیخ زاید پوهنتون د زینتي بوټو د اصلاح لړۍ پيل شوه!

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۳ - ۸:۳۵
szu

د شیخ زاید پوهنتون شاوخوا زینتي بوټو د اصلاح لړۍ د کرنې پوهنځي محصلینو لخوا پيل شوه.

د شیخ زاید پوهنتون محصلینو په رضا کارانه توګه د پوهنځيو د مخه ساحې او د پوهنتون رياست شاوخوا نيالګیو شاخه بوري او زینتي بوټو اصلاح کولو لړۍ په مسلکي ډول پیل کړه.

یاده لړۍ د شيخ زاید پوهنتون اداري تر مستقمي لارښونې لاندې پیل شوې ده، چې څو ورځې به دوام وکړي، په ترسره کېدو سره به د پوهنتون ښکلا، لاپسې زياته، د ذهني سکون او مطالعې لپاره به یوه ارامه فضا رامنځته شي.

پاتې دې نه وي، چې د پوهنتون رئیس انجینر همایون معاویه تل د محصلینو حمایت په ماناوي او مادي لحاظ سره کړی دی، ترڅو د پوهنتون سرسبزه محیط په سمسورتیا کې رغنده رول ولري، هوسا او ارام چاپيریال رامنځته کړي، چې ښه بیلګه یې د کرنې پوهنځي محصلینو د اوسني فعالیت ترسره کول دي. محصلین د ټولنې د ملا تیر حثیت په درلودلو سره د ټولنې ځوان ځواک دی، چې باید په اسلامي او وطني روحیه وروزل شي، چې یاد کار د شیخ زاید پوهنتون اداري له اولیتونو څخه شمیرل کیږي

د شیخ زاید پوهنتون فسبوک پاڼې ته لاړ شۍ!

szu

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۱
Background image

استادانو لپاره د تحقیق اصول تر عنوان لاندې شپږ ورځنی کورس پای ته ورسېد.

د شيخ زايد پوهنتون ۴۰ تنو استادانو لپاره د «تحقیق اصول» تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز کورس پای ته ورسېد.
د یاد کورس د پای مراسمو ته د شيخ زايد پوهنتون رئیس شيخ الحدیث مولوي محمد نسیم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۳۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون لایټینګ سیستم د ترمیم چارې د یو میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې.

د شیخ زاید پوهنتون عمومي سړکونو او چاپېریال د لایټینګ سیستم د ترمیم چارې د یو میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

استادانو لپاره د تحقیق اصول تر عنوان لاندې شپږ ورځنی کورس پیل شو.

د شيخ زايد پوهنتون بېلا بېلو پوهنځيو ۴۰ تنو استادانو لپاره د تحقیق اصول تر عنوان لاندې شپږ ورځنی کورس پیل شو.

BACK TO NEWS