د کرنې پوهنځی څانګې
کرنی پوهنځی په ۲۰۰۲ کال کې تاسيس شوی چې اوس مهال په لاندې شپږ نومول شويو ديپارتمنتونو کې علمي خدمات وړاندې کوي.
۱- د اګرانومی ديپارتمنت
۲- د نباتاتو ساتنی ديپارتمنت
۳- د باغدارۍ دیپارتمنت
۴ – د کرنيز اقتصاد ډیپارتمنت
۵- د حيواني علومو ډيپارټمنت
۶ـ کرنیزې سوداګرۍ ډیپارټمنت
اګرانومي ديپارتمنت:
اګرانومي هغه پوهه يا ساينس ته وايې چې پر مټ يې د نباتاتو څخه په اغېزمنه توګه د خوړو، تغذيې او سون موادو په حيث کار اخيستل کيږي. د اګرانومي پوهه د نورو ساينسي علومو لکه د نباتاتو په جينيټيک، فزيالوژي، ميترولوژي، خاوری پوهنې ،بيولوژي، کيميا، ايکالوژي اوخاورې پوهنې پورې تړاو لري . نن ورځ اګرانومېست په ډېرو مسايلو کې لکه د غذايي موادو توليد، باکيفيته خواړه، د اغېزمن چاپيريال مديريت او د نباتاتو څخه د انرژۍ په توليد کې دخيل بلل کيږي .
اګرانومېست اکثراً د حاصلاتو په توليد، اوبخور، زېم اېستنه، نباتاتو نسلګيري ، خاوری طبقه بندي، خاوری حاصلخيزي ، د هرزه بوټو پېژندنې او کنترول ، حشراتو او افاتو کنترول باندې تمرکز کوي. سربېره پردې چې ياد ديپارتمنت د پوهنځی د موخو او مقاصدو په لاسته راوړلو کې رغنده رول لوبوي ځينې عملي روزنيز تريننګونه د حاصلاتو د ښه توليد له پاره لکه د نباتاتو نسلګيرۍ، دکروندې په ترتيب او تنظيم په برخه کې هم داير وی.
موخې:
- محصلين به د ځمکې او نبات په مناسب ډول استعمال، د اوبو او خاورې اداره او تنظيم علم زده کړي
- محصلين به د خوړو د خونديتوب په اړه عامه پوهاوی،تشديدي کرنه او د لوږې سره جدي مبارزه په کړنو پوه شي
- محصلين به د کرنې مناسب وخت انتخابول او د نوې تيکنالوژۍ پر مټ کرنه زده او په ټولنه کې تطبيق کړي
- محصلين به د کرنيزو نباتاتو او د فارم د لوازمو په ښه ډول ساتل اوپه علمي لحاظ د فارم څخه توليداتو ايستلو وړتيا ولري
- محصلين به د کرنيزو نباتاتو او د هغوی د تغذيې په ميکانيزم ځانونه پوه کړي
- محصلين به د کيمياوي سرې او افت وژونکو استعمال په ګټې او تاوانونو ځانونه پوه او په ټولنه کې نورو دهقانانو ته وښايي
- محصلين به د نويو ورايټيو منځ ته راوړل او د هغوی استعمال تخنيکونه زده او عملي کړي
- محصلين به د کرنيزو نباتاتو ذخیره، پروسيس اوفابريکو ته خام مواد برابرولو لارې چارې زده کړي
- محصلين به د اګرانومي په برکت په ټولنه کې کرنيز شين انقلاب منځ ته راوړي
نباتاتو د ساتنې ديپارتمنت
موخې:
- محصلين به د نباتاتو د امراضو، هرزه بوټو او افاتو څخه خوندي ساتلو او د هغوی درملنه زده او په عملي ډګر کې پلې کړي
- محصلين به د افت وژونکو د استعمال په اړه کافي مالومات زده او دهقانانو ته لازمې مشورې ورکړي
- محصلين به په چاپيريال باندې د افت وژونکو ناوړه اغېزې زده کړي او نورو کسانو ته يې ورسوي
- محصلين به په لابراتوار کې د امراضو تشخيص او د هغوی کلچر کول په عملي ډول زده کړي
- محصلين به د امراضو کنترول له امله د اقتصاد پياوړتيا علم زده کړي
- محصلين به د قرنطين د مقرراتو په اهميت پوه شي په ټولنه کې يې عملي کړي
باغداري ديپارتمنت
باغداري (Horticulture) د دوه لاتيني کليمو ځخه اخيستل شوي ده چې Hartus د باغ په معنی او Culture د کرلو يا احداث په معنی ده يا په بل عبارت هارتيکلچر د زراعت يوه برخه ده چې د مېوه جاتو ، سبزيجاتو او زينتي نباتاتو د کرلو پروسس او مارکيټينګ سره سر او کار لري.
موخې:
-
- محصلين به ټولنې ته غوره سبزيجات او ميوهجات وړاندې کړي
- محصلين به د سيمې د ښکلا په خاطر د رنګارنګ ګلانو توليدولو علم زده کړي
- محصلين به د طبيعي منظرو انکشاف له پاره کار وکړي
- محصلين به د مېوه جاتو او سبزيجاتو غوره ورايټۍ رامنځ ته کړي
- محصلين به کورني او تجارتي باغونو ته وده ورکړي
- محصلين به د ميوهجاتو او سبزيجاتو ذخیره او پروسيس په عملي ډول زده کړي
- محصلين به په شنو خونو کې بيلابيل سبزيجات کرل او مارکيت ته وړاندې کولو علم زده کړي
دکرنیز اقتصاد ډيپارټمنت
موخې:
- محصلين به دپرمختللې ټکنالوژۍ ترویج اود عنعنوي کرنې اصلاح کول په ټولنه کې په عملي ډول رامنځ ته کړي
- محصلين به دکرنې سکتور دستونزو پیژندنه او ورته د حل لارې پيدا کړي
- محصلين به دتولید دلوړولو په موخه دکرنې دسرچینو په سمه توګه سمبالول زده کړي
- محصلين به دکروندګرو دژوند دکچې لوړولو مهارتونه زده کړي او په ټولنه کې يې پلي کړي
- محصلين به دپایښت لرونکي ملي اقتصاد دودې او انکشاف لپاره دکادرونه وروزي
- محصلين به دکرنې پراختیايې بانکونو لپاره د مسلکي کادرونه وروزي او عملآ کار وکړي
- محصلين به دفقر له مینځه وړلو ، طبعي سرچینو دسمې کارونې او کرنې دپیاوړتیا له پاره په عملي ډول کار کول
- د محصلين به کرنې میکانیزه کول، توليد له پاره د بازار موندنه اوکوپراتیفونو رامنځ ته کولو هنر زده او عملي کړي
حيواني علومو ډيپارټمنت
موخې:
- محصلين به د کورنيو څارويو، مرغانو، ماهیانو تربيه کولو علم زده کړي
- محصلين به د حيواني محصولاتو ذخيره او پروسيس کول په عملي ډول پلې کړی
- محصلين به د حیواني امراضو وقايه، مخنيوی او عامه پوهاوی زده او نورو ته وښايي
- محصلين به د حيواني او انساني شريکو امراضو مخنيوی او عامه پوهاوی په ټولنه کې نورو کسانو ته ورسوي
- محصلين به د وخت سره سم د حيواناتو ګټور نسلونه رامنځ ته کړي
- محصلين به د مالدارۍ په سکتور کې د نوې تيکنالوژۍ استعمال زده او عملي کړي
- محصلين به د څارويو او مرغانو او شاتو مچیو له پاره مناسبه غذا برابرولو علم زده کړي او په ټولنه کې عملي کړي
- محصلين به د خاورې په حاصلخيزۍ کې د مالدارۍ فرعي محصولاتو رول په اهميت پوه شي
کرنیزې سوداګرۍ ډیپارټمنت
موخې:
- محصلین په داسې مهارتونو سمبالول ترڅو د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ د سکتور په برخه کې د کاروبار د مدیرانو یا سلاکارانو په توګه خپلې دندې پر مخ بوځي.
- د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ د مدیریت په برخه کې د پیاوړو او مفهومي بنسټونو چمتو کول – کومو ته چې په کاري بازار کې اړتیا لیدل کیږي.
- محصلینو ته د اړیکو ټینګولو او تصمیم نیولو د مهارتونو په اړه روزنه ورکول ترڅو په کرنیزه برخه کې دندې په بریالیتوب سره تر سره کړي.
- د خصوصي سکتور سره به د مسلکي تجربو د تبادلې پروګرامونه را منځته کوي ترڅو د دې صنعت متخصیصینو ته اجازه ورکړي چې د یو سمستر لپاره په پوهنتون کې تدریس وکړي او استادانو ته به اجازه ورکوي چې د کرنیزو حاصلاتو د سوداګرۍ په شرکتونو کې کار وکړي.
- تدریسي مواد باید په هرو دریو کلونو کې تجدید/آپدیت شي ترڅو د دې صنعت د اړتیاوو سره سمون پیدا کړي.