شیخ زاید پوهنتون کې د کونړ زلزلې ځپلو لپاره د مرستې راټولو لړۍ پیل شوه.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۱۳
vggbbmjng

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۱۱مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الأول مياشتې له نهمې نيټې سره سمون لري، شیخ زاید پوهنتون کې د کونړ ولایت زلزلې ځپلو لپاره د مرستې راټولو لړۍ پیل شوه.

د شيخ زايد پوهنتون ځانګړي کمېټه به د زلزلې ځپلو هېوادوالو سره د کومک او مرستې په موخه د پوهنتون استادانو، کارکوونکو او محصلانو څخه د دوو ورځو په جریان کې نغدي مرسته راټولوي او په عاجل ډول به یې اړمنو کسانو ته ورسوي.

د شيخ زايد پوهنتون رهبري د خپلو قدرمنو علمي او اداري کارکوونکو او محصلانو د یادې همکارۍ له امله قدرداني کوي او هيله لري چې د دوی صدقې به د الله جل جلاله په دربار کې د دنیا او آخرت د نېکمرغۍ سبب شي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۴۵
Background image

د شيخ زايد پوهنتون له لوري پامير خصوصي پوهنتون ته د کتابتون مديريت پرمختللی سیستم ورکړل شو.

د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت اړوند کتابتون آمريت له لوري د پامير خصوصي پوهنتون کتابتون ته د چارو د لا معياري کولو په موخه د ځانګړي همکارۍ له مخې پرلیکه مديریتي سيستم په رسمي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵۸
Background image

د تدریسي روغتون خالي مسلکي بستونو له نوماندانو څخه ازموینه واخيستل شوه.

د ازموینې لپاره په رابلل شویو مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقانـ.ـي، مرستیالانو، د طب پوهنځي استادانو، د ولایت مقام کارکوونکو چارو رياست، د اداري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲۹
Background image

د پي پي ار پروسې ته د تعین شویو څانګو د دوره یي بیا کتنې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

د ورکشاپ په پیل کې د علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل د دې ورکشاپ په اهمیت او تطبیق باندې ټینګار وکړ.

BACK TO NEWS