د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی
لرلید
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د یو علمي او اکاډمیک نهاد په عنوان په لوړ کیفیت سره د سیاسي ـ حقوقي لوړو زده کړو، عمومي سوکالی، سیاسي پراختیا او د اسلامي اصولو حاکمیت په بهبود باندې منتج او ملي او نړیوالو ارزښتونو ته ژمن علمي مرکز دی.
د حقوقو دیپارتمنت
لرلید
د حقوقو دیپارتمنت د یو معتبر علمي نهاد په توګه په لوړ کیفیت سره د حقوقي زده کړو علمي، تدریسي او څېړنیز مرکز دی، چې د ټولنې حقوقي ضرورتونو ته د ځواب ویلو له لارې به په ملي کچه د لوړ اعتبار څخه برخمن وي.
د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو دیپارتمنت
لیدلوری
د نړیوالو اړیکو او سیاسي علومو دیپارتمنت د يو دولتي علمي او اکادمیک نهاد به عنوان سره په لوړ کيفيت سره د سياسي لوړو زده کړو د علمي مرکز ایجاد دی، چې د ټولنې د ضرورتونو او د افغانستان د رشد او انکشاف ځواب ویوونکی وي او د عمومي سوکالي، سياسي انکشاف او د قانون حاکمیت په بهبود باندي منتج او ملي ارزښتونو ته ژمن وي او د پرمختلليو علمي معيارونو او عالي مديريت څخه برخمن او په نړیواله کچه د لوړ اعتبار او موقف لرونکي وي.