نشراتو او عامه اړیکو امریت
د آمریت رسمي ایمیل ادرس: nasharat@szu.edu.af
د آمریت واټساپ نمبر: 0774584706
د نشراتو او عامه اړیکو آمر پیغام
بسم الله الرحمن الرحيم
شیخ زاید پوهنتون نشراتو او عامه اړیکو آمريت تل هڅه کوي، چې خلکو ته د شیخ زاید پوهنتون په هکله معلومات او لاسته راوړنې پر وخت او دقیق ډول د ټولنیزو رسنیو پر مټ نشر کړي او د دې تر څنګ خپلې چارې د مهالنۍ مجلې، معلوماتي بروشر او معلوماتي کتلاک له لارې سرته رسوي.
د نشراتو او ټولنیزو رسنیو له لارې د عامه ذهنیت جوړونې، خبـرول، زده کړو ته د خلکو هڅول، علمـي مرکزونو سره د خلکو نږدې کول او په ټولنه کې د رغنده رول په لرلو سره د نشراتو او عامه اړیکو آمریت موخه ده.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت د ټولنې هر قشر ته ډاډ ورکوي؛ چې د خپل مسؤلیت پر اساس به د پوهنتون په هکله کره او پر وخت معلومات تر تاسو ورسوي، تر څو تاسې د یوه علمي کور له حال څخه خبر وساتل شئ!
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت لرلید او رسالت
لرلید: د شیخ زاید پوهنتون نشراتو او عامه اړیکو آمریت یوه نشراتي او معلوماتي څانګه ده، چې د لوړو زده کړو وزارت او د پوهنتون اهدافو په پام کې نیولو سره نشرات کوي.
رسالت: د شیخ زاید پوهنتون نشراتو او عامه اړیکو آمریت خلکو ته د یاد پوهنتون په هکله معلومات او لاسته راوړنې پر وخت او دقیق ډول د ټولنیزو رسنیو پر مټ نشر کوي او خپلې چارې د مهالنۍ مجلې، معلوماتي بروشر او معلوماتي کتلاک له لارې پر مخ وړي.