شیخ زاید پوهنتون کې نړیواله اونۍ ونمانځل شوه

szu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۹:۴۵
نن ورځ پنجشنبې(۱۴۰۰/۳/۲۰) شیخ زاید پوهنتون د خان عبدالصمد خان اڅکزي د غونډو په تالار کې د کرنې پوهنځي او د چاپیریال ساتنې ریاست لخوا د ګډې هماهنګۍ په ترڅ ونمانځل شوه.

د قرانکریم تلاوت وروسته د پوهنتون رئیس پودهنمل حسین ګل اریوبي په پیلیزو خبرو کې زیاته کړه، چې د چاپیریال ساتنې اهمیت دومره زیات دی، چې څومره وغواړئ پرې بحث کیدای شي. پوهنمل اریوبي وویل چې د ښه چاپیریال لرلو لپاره ضروري ده، چې د چاپیریال پوهنې په اړه معلومات ولری. که خلک خپل مسؤلیت ادا‌ء نه کړي، پوهان وایې چې د ځمکې حرارت درجه به دومره لوړه شي، چې ممکن د شمسي نظام سیارو حرکت ګډوډ کړي.

د چاپیریال ساتنې رئیس دیپلوم انجینیر پاینده محمد سهاک د چاپیریال ساتنې ملي ادارې لخوا د چاپیریال ساتنې نړیوالې اوونۍ په اړه مطبوعاتي اعلامیه ګډونوالو ته واوروله او د یوه ښه چاپیریال د ګټو په اړه یې هر اړخیزه وینا وکړه.

ښاغلي سهاک وویل چې افغانستان هم د نورو هیوادونو په شان د چاپیریال په اړه ګڼو ستونزو سره مخ دی، خو د چاپیریال ساتنې ملي اداره د هیواد له نورو ادارو سره په همکارۍ یادو ستونزو ته د حل لارې لټوي.

علمي مرستیال او د چاپیریال ساتنې استاد پوهنمل شفیع ګل شفیقي د چاپیریال اړوند ایکو سیستم باندې رڼا واچوله چې د ژوندیو موجوداتو او د چاپیریال تاثیرات یې یو پر بل باندې بیان کړل.

نن ورځ پنجشنبې(۱۴۰۰/۳/۲۰) شیخ زاید پوهنتون د خان عبدالصمد خان اڅکزي د غونډو په تالار کې د کرنې پوهنځي او د چاپیریال ساتنې ریاست لخوا د ګډې هماهنګۍ په ترڅ ونمانځل شوه.

سږ کال د ملګرو ملتونو لخوا د چاپیریال ساتنې نړیوالې اوونۍ لپاره (د ایکو سیستم د بیارغونې لپاره هڅه)شعار ټاکل شوی دی، چې دهمدې شعار لاندې د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې د مختلفو برنامو په ترڅ کې یاده ورځ ونمانځل شوه.

د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي اداره په همدې موخه د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۳کال کې د ژوند چاپېریال خپلواک ریاست، د برېښنا او اوبو وزارت تر چتر لاندې او وروسته په ۱۳۸۴ کال کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په نوم و نومول شوه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱۴
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د پسرلني سمستر د پای ازموینې پیل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون ۱۴۰۵ هـ.ش کال د بهاري سمستر ازموینې نن پیل او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د څېړنو لپاره کمپيوټري احصایوي تحلیلونو پروګرام (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شیخ زايد او د خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د علمي څېړنو لپاره کمپيوټري احصايوي تحليلونو پروګرام يا (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د شیخ زاید پوهنتون له رهبري سره د خوست بې پولې ډاکټرانو روغتون مسؤلینو ناسته ترسره کړه.

په دغه ليدنه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.قـاني د ياد روغتون مسؤلينو ته د ښه راغلاست تر څنګ د همکارۍ ژمنه وکړه.

BACK TO NEWS