شیخ زاید پوهنتون کې د لوړو زده کړو مدیریتي او معلوماتي سیستم په اړه سمینار ورکړل شو

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۱۴:۴۷
szu hemis

نن ورځ سه شنبې (۲۲/سرطان/۱۴۰۰) د شیخ زاید پوهنتون مسلکي پراختیا مرکزکې د لوړو زده کړو مدیریتي او معلوماتي سیستم په اړه یو ورځنۍ سمینار ورکړل شو.

szu hemis

په یاد سمینار کې د شیخ زاید پوهنتون اداري مرستیال فیض الله فیض، د محصلانو چارو مرستیال استاد محمد داود بابکرخیل، د پوهنځیو تدریسي او اجرئیه مدیرانو ګډون کړی و.

د محصلانو چارو مرستیال استاد محمد داود بابکرخیل د پیل خبرو کې وویل، چې سمینار د یاد سیستم په تخنیکي برخو کې د پوهې په اړه دی، چې د محصلانو د هرې برخې معلومات پکې خوندي کیږي. د لوړو زده کړو وزارت هدایت مطابق ضروري ده، چې د۱۳۹۷ ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کلونو د محصلانو اړوند ډاټا پکې تکمیل شي.

szu HEMIS

مالي او اداري مرستیال فیض الله فیض د یاد سیستم د سهولتونو په اړه خبرې وکړي او زیاته یې کړه، چې داسې سیستمونه په دې اخیرو کې رامنځ ته شویدي چې واقعاً د حکومتوالۍ په برخه کې یې ښې اسانتیاوې رامنځ ته کړي دي، چې ښې بېلګې یې د کانکور ازموینې سیستم، اصلاحات اداري ازموینې سیستم او داسې نور دي.

سمینار د محصلانو چارو معاونیت اړوند دوه کارمندانو محصلانو چارو لوی مدیر عبدالودود شریفي او اجرایه مدیر امرالدین دانش لخوا وړاندې شو، چې څه موده وړاندې د یاد سیستم په اړه د لوړو زده کړو وزارت لخوا د کندهار پوهنتون کې ټرینینګ شوي وو. په سمینار کې د یاد سیستم پيژندنه، د سیستم برخې، سیستم کې د کار له مخې یوزر او د سیستم ځانګړنې او نورو معلومات وړاندې شول.

په پای کې د سمینار وړاندې کوونکو لخوا مختلفو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

شیخ زاید پوهنتون تل په دې هڅه کې دی، چې دیته ورته نورو سمینارونو ته هم زمېنه مساعده کړي، ترڅو اداري چارو کې اسانتیاوې رامنځ ته شي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د امربالمـ.ـعروف قانون د تنفیذ کمېټې غونډه تر سره کړه.

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۱۲مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون امربالمـ.ـعروف کمېټې نوبتي ناسته د شیخ زايد پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۲۸
Background image

د وظیفوي تداخل مخنیوي په موخه د دندو لایحو بیا کتنې لپاره کمېټه وټاکل شوه.

د شيخ زايد پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال مولوي محمد جاوید خالد تر مشرۍ لاندې د وظیفوي تداخل مخنیوي او کاري ساحه کې د وضاحت رامنځته کولو په موخه، د پوهنتون کادري او اداري بستونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۰:۸
Background image

مالي او اداري چارو معاونیت له آمرینو او مدیرانو سره د همغږۍ په موخه ناسته تر سره کړه.

یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۱۰مې نیټې سره یې سمون درلود، د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد جاوید خالد د. . .

BACK TO NEWS