شیخ زاید پوهنتون او د خوست ولایت مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

szu_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳ - ۱۵:۵۶
شیخ زاید پوهنتون او د خوست ولایت مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

 :شیخ زاید پوهنتون او د خوست ولایت مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

شیخ زاید پوهنتون او د خوست ولایت مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو
هوکړه لیک د شیخ زاید پوهنتون ریاست مقام کې د پوهنتون رهبرۍ او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست لخوا د ګډو همکاریو په موخه چې دواړه اړخونه به په علمي، څیړنیزو او وړتیاو په لوړولو کې له یو بل سره د مشترکو موخو په نظر کې نیولو سره همکاري کوي، په ۱۲ مادو کې لاسلیک شو.
د یادو مراسمو ګډونوالو ته رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي زیاته کړه چې، ددې هوکړه لیک په مټ به د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلین وکولی شي، چې د نظري زده کړو ترڅنګ به د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې خپلي زده کړي عملاً ترسره کړي او هم یې د معلوماتي تکنالوژۍ له رئیس انجینر محمد عارف احمدزي څخه مننه وکړه، چې محصلینو ته دا ډول زمینه برابره وي او ذکر شوي هوکړه لیکونه یې د پوهنتون محصلینو لپاره په عملي زده کړو کې د پرمختګ لامل یاد کړ.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ محترم رئیس احمدزي خبرې وکړي نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چمتو دی چې د خپل اداري کارمندانو پرمټ د شیخ زاید پوهنتون محصلینو سره په دې برخه کې د لا زیاتو عملي زده کړو لپاره زمینه مساعده کړي.
یاده دې وي، چې د شیخ زاید پوهنتون رهبري په تیر کې هم د خوست ولایت مختلفو ریاستونو سره د محصلینو عملي او علمي زده کړو په موخه هوکړه لیکونه لاسلیک کړیدي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي لوحې نصب شوې.

د شیخ زاید پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي پیغامونو لرونکې یو شمېر لوحې نصب شوې.
دغه لوحې د پوهنتون په بېلا بېلو ځایونو کې ولګول شوې، چې پکې د اداري وداني، شرعیاتو پوهنځي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه وکړه.

یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۹مې نېټې سره یې سمون درلود، د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه ترسره کړه. 
ياده. . .

BACK TO NEWS