د ښوونې او روزنې پوهنځی څانګې

 

بيولوژي څانګه

لرلید (Vision)

د بيولوژي څانګه به د تدريسي، څيړنيزو او علمي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې يوه مخکښه څانګه وي، چې د بيولوژي په کاري ساحه کې د اړتياوو په اسلامي روحیه پام کې نيولو سره به په کار پوه او متعهد کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي.

رسالت (Mission)

د بيولوژي څانګه د يو داسې علمي او اکاډميک چاپېريال د رامنځته کولو لپاره هڅه کوي، چې په لوړ کيفيت سره درسي او څيړنيز خدمات وړاندې کړي، تر څو د هېواد ځوانان د بيولوژي په برخه کې مسلکي او په کار پوه کسان وروزي.

ارزښتونه (Values)

۱- په علمي کچه خپل موقف د افغانستان او سيمې په کچه د يوې بااعتباره او باکيفيته ادارې په توګه نور هم قوي کول.

۲ - د نوي باکفايته، معياري درسي موادو او کتابونو تهيه کول.

۳ - تدريس په نوي او پرمختللي تکنالوژۍ او امکاناتو مجهز کول.

۴ - محصلانو ته د باکيفيته تدريس، زده کړې او څيړنې زمينه برابرول.

 ۵ـ  اسلامي او شرعي ارزښتونو ته بشپړ درناوی.

۶ـ  د بیولوژی د علم  په برخه کې د باکیفیته لوړو تحصیلاتو وړاندې کول.

۷ـ  د لوړو زده کړو د پالیسي مطابق ټولې چارې په مخ وړل.

۸ـ  د اخلاقي او انساني کرامت ساتنه.

۹ـ عدالت او برابري.

۱۰ـ  معیاري تدریس ، تحقیق او د نورو علمي لاسته راوړنو ته احترام.

۱۱ - د ټولنې او د کار د بازار د اړتياوو په پام کې نيولو سره په کارپوه او بامسؤليته کادرونه روزل.

۱۲- د افغانستان په ښوونې او روزنې په پراختيا کې د برخه اخيستلو لپاره په ملي او نړيواله کچه د څيړنیزو وړتياوو درلودل.

۱۳ - د سيمې ځوانانو ته د لوړو زده کړو اسانتياوې برابرول.

څانګې موخې

۱ - په علمي کچه خپل موقف د افغانستان او سيمې په کچه د يوې بااعتباره او باکيفيته ادارې په توګه نور هم قوي کول.

۲ - د نوي باکفايته، معياري درسي موادو او کتابونو تهيه کول.

۳ - تدريس په نوي او پرمختللي تکنالوژۍ او امکاناتو مجهز کول.

۴ - محصلانو ته د باکيفيته تدريس، زده کړې او څيړنې زمينه برابرول.

۵ - د ټولنې او د کار د بازار د اړتياوو په پام کې نيولو سره په کارپوه او بامسؤليته کادرونه روزل.

۶- د افغانستان په ښوونې او روزنې په پراختيا کې د برخه اخيستلو لپاره په ملي او نړيواله کچه د څيړنیزو وړتياوو درلودل.

۷ - د سيمې ځوانانو ته د لوړو زده کړو اسانتياوې برابرول.

فزیک څانګه

 لرليد

فزیک څانګه د خپل لید لوري له مخې اراده لري چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه کادري غړو علمي او اکاډمیکو څیړنو او پرګرامونو د زده کړې غوره او پرمختللي او مناسب چاپیریال په ملي او نړیواله سطحه د علمي او مسلکي توامیتونو په کولو او محصلانو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره په سیمه کې ځانګړی باور تر لاسه کړي او د یو پیاوړي تحقیقاتي مرکز او څانګې په څیر ملي او نړیوال شهرت ولري.

رسالت (ماموریت)

فزیک څانګه د خپلو با تجربه استادانو په درلودلو ویاړي چې د هیواد په کچه به ټولنې ته ژمن- مسلکي ښوونکي وړاندې کړي، چې د خپلو وړتیاوو او کاري مهارتونو پر مټ به وکولای شي شته ستونزې حل او نوي پرمختګونو ته د لاس رسي لپاره څیړنې ترسره او د پرمختګ لامل شي.د فزیک څانګه د داسې علمي او اکادمیک چاپیریال د رامنځته کولو لپاره هڅه کو ي.

ارزښتونه

۱- اسلامي او شرعي ارزښتونو ته درناوی.

۲- معیاري او باکیفیته لوړې زده کړې وړاندې کول.

۳- د اسلامي آمارت د پالیسي مطابق د خپلو ټولو اصولو تطبیقول.

۴- د څیړنې پر مټ د هیواد پرمختګ.

۵-معیاري تدریس ، تحقیق او د نورو علمي لاسته راوړنو ته احترام.

۶-سالمه اداره او اغیزمنه رهبري.

۷-  حساب ورکوونه.

۸- د حساب غوښتنه.

۹ - په کارونو کې شفافیت.

موخې

فزیک څانګې د یو اساسي او کلیدي واحد په توګه  د لوړو زده کړو وزارت د ستراتيژي او پالیسي سره سم  لاندې موخې په پام کې نیولي دي.

۱- په اسلامي او ملي روحيه د مسلکي کادرونو روزل.

۲ - د لوړو زده کړو لپاره د فزيک کادرونو روزل.

۳ - د فزيک مسلکي ښوونکو روزل.

۴ - په فزيک څانګه کې د څيړنو مروج کول.

۵ - د نيمه لوړو زده کړو موسسو څخه د فارغانو لپاره د روزلو زمينه برابرول.

۶ - د شپې پوهنځي د فزيک څانګې له لارې د داخل خدمت او نورو ښوونکو مسلکي کول.

۷ - د وخت له غوښتنې سره سم د کريکولم تطبيق کول.

۸ - د پوهنې وزارت اړونده رياستونو او مديريتونو لپاره د وړ او مناسبو کادرونو روزل.

۹ - د استادانو لپاره د څیړنیزو ورکشافونو برابرول.

۱۰ - د استادانو د ظرفیت د لوړاوي په موخه د کنفرانسونو، سیمنارونو او لنډ مهاله علمي برنامو په کار اچول.

۱۱ - د ټولنې او کاري شريکانو د اړتیاوو او غوښتنو په پام نیولو سره د غوره تحصیلي نصاب درلودل.

۱۲ - دا سې هڅې او کړنې ترسره کول؛ تر څو د فزیک څانګه د کیفیت تضمين تر ټولو لوړ اعتبار ترلاسه کړي.

۱۳ - د تحصیلي سویې لوړولو (ماسټري ، دوکتورا او مافوق دوکتورا) زده کړو په موخه ، بهرنیو هیوادونو ته د علمي کادرونو لیږل.

د کیمیا څانګه

لرلید (Vision)

د کیمیا څانګه د کیمیا اړونده علم د تولید د یوې برخې په توګه هڅه کوي چې د ذکرشوې برخې لپاه په اسلاي روحیه سمبال د مسلکي او تخصصي کادرونود روزلو په یومعتبر مرکز تبدیله شي او په هیواد کې د ورته مراکزو په څنګ کې لوړ مقام خپل کړي.

 

رسالت (Mission)

د کیمیا څانګه غواړي چې د کیمیا د علم اړوند د معیاري او اسانه تحصیل زمینه برابره کړي، ترڅود هیواد ځوانان له دې لارې خپلو علمي او مسلکي زده کړوته لاسرسی پیداکړي او ټولنې ته د خدمت جوګه وګرځي.

 

 

 

ارزښتونه (Values)

۱ـ اسلامي او شرعي ارزښتونو ته بشپړ درناوی.

۲ـ د کیمیا د علم  په برخه کې د باکیفیته لوړو تحصیلاتو وړاندې کول.

۳ـد اسلامي امارت د پالیسي مطابق ټولې چارې په مخ وړل.

۴ـ د اخلاقي او انساني کرامت ساتنه.

۵ـ عدالت او برابري.

۶ـ معیاري تدریس ، تحقیق او د نورو علمي لاسته راوړنو ته احترام.

موخې

د کیمیا څانګې  د يوې زده کړيزې ادارې په توګه  د لوړو زده کړو وزارت د ستراتيژي او پالیسي سره سم  لاندې موخې ټاکلې دي:

۱ -  د هیواد او ټولنې اجتماعي، اقتصادي او علمي پرمختياوو لپاره د خدماتو وړاندې کول.

۲ -  په ملي او اسلامي روحيه د سمبالو کادرونو وړاندې کول.

۳ - محصلينو ته په نظري، علمي او عملي اساساتو ولاړه مسلکي ښوونه او روزنه چمتو کول.

۴ - د ملي پالیسي  سره سم د څېړنيزې پوهې رامنځته کول.

۵ - د تحصیلي سویې لوړولو(ماسټري ، دوکتورا او مافوق دوکتورا) زده کړو په موخه ، بهرنیو هیوادونو ته د علمي کادرونو لیږل.

۶ - د اکاډمیک نظم او د سيپلین رامنځته کول.

۷ -  دا سې هڅې او کړنې ترسره کول تر څو د کیمیا څاګه د کیفیت تضمين تر ټولو لوړ اعتبار ترلاسه کړي.

۸ - د ټولنې او کاري شريکانو اړتياؤ او غوښتنو ته په پام سره د غوره تحصیلي نصاب درلودل.

 

د رياضي څانګه

لرلید (Vision)

په لوړ کيفيت د رياضي څانګې پراختيا او تقويه کول چې د افغاني ټولنې د پراختيايي اړتياوو او ترقۍ لپاره ځواب ويوونکي وي او د اکاډميکې ازادۍ په لرلو سره ټولنې ته غښتلي، لايق، افغاني او اسلامي ارزښتونوته ژمن فارغانو په وړاندې کولو سره علمي، ټولنيز، کلتوريخدمات او علمي تحقيقات ارايه کړي تر څو د ګران هیوادد پرمختګ سبب وګرځي.

 

ماموريت (Mission)

دموجوده امکاناتو په نظر کې نيولوسره د هيواد او کارموندنې د اړتياوو په بناء د رياضي څانګې ماموريت په خپلو محصلينو کې د رياضي اساساتو پوهې، دليل ويلو، مکالمې او د مسايلو د تطبيق او حل کولو وړتيا رامنځته کول دي. همدارنګه د هيواد د اقتصادي، ټولنيزو او کلتوري ستونزو په حل کې پراخه برخه اخستونکي فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کول دي.

ارزښتونه (Values)

۱ـ  اسلامي او شرعي ارزښتونو ته بشپړ درناوی.

۲ـ  د ریاضي د علم  په برخه کې د باکیفیته لوړو تحصیلاتو وړاندې کول.

۳ـ  د اسلامي امارت د پالیسۍ مطابق ټولې چارې په مخ وړل.

۴ـ  د اخلاقي او انساني کرامت ساتنه.

۵ـ عدالت او برابري.

    ۶ـ  معیاري تدریس ، تحقیق او د نورو علمي لاسته راوړنو ته احترام.

موخې

۱ - د اسلامي او افغاني ارزښتونو د انساني مساواتو د غوښتلو مطابق په لوړو زده کړو کې د بشري حقوقو د اصولو مراعت کول.

۲ - د څانګې د علمي غړو د علمي ظرفيتونو لوړونه.

۳ - په ملي کچه د هيواد د اقتصادي اړتياوو په پام کې نيولو سره د څانګې د تحصيلي نصاب د پراختيایي پروګرامونو ته ژمن پاتې کيدل.

۴ - په څانګه کې د کيفيت د لوړونې پروګرامونو پراختيا او د OBE-SCL سيستم پلي کول او د ښوونيزو موادو برابرول.

۵ - د څانګې لپاره د الکترونيکي زده کړود پروګرامونو رامنځته کول.

کورپاڼه>>