د وترنري پوهنځی ریس

پوهنیار سیداسماعیل کمال

بریښنالیک: kamal_dvm@yahoo..com

اړیکه: 0093788783788

د پونځی ریس

پیغام:

څرنګه چی کرنه او مالداري د یوهیواد دملاتیر جوړوي او د دسترخوان یوله مهمو غذاو څخه چی دانسان اساسی ضرورتونه پوره کوی او انسان ته نمواوانرژی ورکوي،دمالدارۍ له محصولاتو څخه ګڼل کیږي،نود دې محصولاتو دپیاوړتیا لپاره دیوخاص میکانيزم په کارولو سره چی وکولی شو داتولیدات لوړکړو، ټولنه د خوارځواکی څخه وژغورو او دټولنی غریبی طبقی ته د ژوند لپاره دخوراک توکی برابر کړو نوددی میکانیزم پر مخ وړلو لپاره داسی مسلکی کسانوته ضرورت ده ترڅوټولنه دخوراکي توکو له پلوه په پښو ولاړه او دیوه پیاوړي اقتصاد لرونکی هیواد څښتن شو. زمونږ ټولنه کی اکثره بزګران دمالدارۍ سره سراوکار لری او لدی وجی اکثره ناروغۍ چی دحیوان او انسان شریکی دی توجه نه کوی اویا داسی ناروغۍ چی په حیواناتو کی خپریږی چی له یوی خوا د مالدار اوپه ټوله کی دیوهیواد اقتصاد ګواښی لدې وجي ټولنه دیو ناورین سره مخ کیږی چی دغه  مسلکی کادرونه ددی ناورین مخه نیسی ،د يو څه خاصو عواملو په لرلو سره افغانستان په مالدارۍ کي يو ضعيف هيواد دی لکه د قابليتونو نشتوالی، د منابعو څخه نه استفاده کول، د مالدارۍپه برخه کې غيرمسلکي خلکو موجوديت ،په تکنالوژی باندې نه پوهيدنه او همدارنګه د هغه اضافي فعاليتونو نه موجوديت کوم چې د مالدارۍ سکتور پورې اړه لري .  د طبعی منابعو څخه استفاده په اقتصادي لحاظ د هغو اوچتو فعاليتونو پورې اړه لري،کوم چی د مالدارۍ لپاره ډير مهم دي. د مالدارۍ پرمختګ د افغانستان د حکومت يو د مهمو اهدافو څخه شميرل کيږی  فلهذا د دغه ډول پرمختګ لپاره يو پرمختللي او روزل شوي مرکزي قوت ته ضرورت دی.چی وترنري علوموپوهنځی د ځوان نسل لپاره په لوړه او باکيفيته زده کړه تاکيد کوي او ددې  علم متخصصين او ښه رهنمايي کوونکي د پرمختګ لپاره ضروري ګڼي نوددی متخصصینو په واسطه کولای شو چی په هیواد کی دروزنی په برخه کی لکه دچرګانو روزنی فارمونه،دماهیانوروزنی فارمونه،مچیوروزنی فارمونه،خوسکیواوغواګانو روزنی فارمونه اودوزومیږورزنی فارمونه په ښه شکل مدیریت ،وقایه او تداوی کړی. د دغې مشکل د حل لپاره مسلکی کادرونوته بايد طیوریکی ، تحقيق، معلوماتي تکنالوژي، لابراتواري او د فارم مهارتونو کې  پرمختللي لنډ مهاله او اوږد مهاله تريننګونه  د داخلي او بهرني سرچينو څخه په ګټه اخيستني سره جوړشی ترڅوو کولاي شي چي د ټولنې او مالدار غوښتنې پوره کړي . مسلکی ځوانان بايد په دې وتوانيږی چې خپل توليدات او محصولات د ښې ادارې، تغذيې او د امراضو د کنترول په وسيله لاسته راوړي. هغه تکنالوژي او قابليتونه چې د حيوانی محصولاتو په زياتوالي کې رول لري بايد د کليوالي او ښاري  قابليتونود ښه کيدو لپاره برابر کړل شي، چې  د ښې نسلګيری فارم جوړونې د محصول زياتوالي په تمويل کولو سره واردات کم او صادارت زيات کړل شی. همدارنګه د وحشي حيواناتود ژوند ساتنې، حياتي تکنالوژي ،  د نسل اصلاح د اوږد مهاله توقعاتو د وترنري څخه شميرل کيږی . د پروتينو ،شحمياتوکموالی او بی کيفيته دواګانو موجوديت د وترنري د راتلونکي مهمو چيلنجونو څخه شميرل کيږی. همدارنګه د  ساينس دانانو تر منځ د هغه ساينسي معلوماتو شريکول ، کوم چې  د غذايې موادو د ساتنی او انساني صحت پورې اړه لري .  د وترنري علومو پوهنځی مسؤليت دا دی ، چې قوي علمي شخصيتونه فارغ کړي، هغوی خپلو ملي مسؤليتونو ته متوجه کړي، انساني صحت په ساتنه کې رول ولري او په هغه څه کې پرمختګ وکړي ، کوم چې د راتلونکي  لپاره يې د مالدارۍ مخه نيولي  ده ، چې  د دغه مسؤليت پوره کول په ديپارتمنتونو پورې اړه  لري . مونږ ضرورت لرو چې ډير زيات کوشش وکړو ترڅو ښه راتلونکی ولرو او زيار باسوچی خپلو څارويو ته ښه پالنه او روزنه ورکړو تر څو وکولای شو صحي حيواني محصولات خپلو خلکو ته وړاندې کړو.

بناً دافغانستان اجتماعی،اقتصادی او علمی پرمختیا اودلوړو زدکړو وزارت دپلان او پالیسی سره سم شیخ زاید پوهنتون په چوکاټ کی وترنري علوموپوهنځی په تیر کلونو کی په لسګونه تنه ځوان وترنران خپلی ټولنی ته دخدمت په موخه وړاندی کړی،چی دهیواد په ګوټ ګوټ کی په دندو ګمارل شوی اویا یی خپلو شخصی کارونه پرمخ بیایی او دهیواد په ابادولو کی فعاله ونډه لری ، دوترنري علومو پوهنځی استادان ژمن دی چی په راتلونکي کې به نوره هم اغیزمن ګامونه پورته کړي.