د وترنري پوهنځی تاریخچه

وترنري پوهنځی

 د وترنری علومو پوهنځی تاريخچه:

وترنري پوهنځۍ په۱۶/۱۰ /۱۳۹۱ کال او ۳۴۹ نمبر مکتوب په اساس د لوړو زده کړو وزارت له خوا د يوې مستقلې پوهنځۍ په حيث د دريو ديپارتمنتونو (Pre clinic, Para  clinic and clinic ) په لرلو سره منظوره شوی ده.  اوس مهال نوموړي پوهنځۍ د تدريس لپاره ځانګړي وداني نه لري، او د تدريس لپاره د زراعت پوهنځۍ له تعمير څخه ګټه اخلي.  یاده پوهنځی په لمړیو کی یوازی دیو مسلکی استاد په واسطه وروسته په همدی کال دوه نور استادان راغلل بیا په کال۱۳۹۳ کی ۳تنه نور استادان مقرر شول چی اوس وخت لپاره ( ۱۱)تنه کادری استادان ،یو تدریسی مدیر،اجرایه مدیر ،یوخانه سامان،یومحافظ اودوه لابرانتان لری ،اواوس هم لوی  مشکل چې ياده پوهنځی ورسره لاس او ګريوان ده  د کادري استادانو کموالی دی وترنری علومو پوهنځی د هغه نصاب چې د لوړو زده کړو محترم مقام څخه پوهنتونو ته تکثير شوی کافي استادانو ته اړتيا لري د بيلګې په ډول د کابل پوهنتون ۴۶ تنه کادري استادان ننګرهار ۳۸ تنه کادري استادان لري خو په ډيرې خواشينۍ سره بايد ووايم چې مونږ یاد نصاب صرف اوس په شپږو تنو استادانو تدريس کوو نو تاسو فکر وکړی چې ايا مونږ به وکولای شو څنګه چې لازمه ده تدريس ښه په مخ یوسو؟ زمونږ غوښتنه داده چې یادې  پوهنځی ته بايد په کافي انداره کادري بستونه په اختيار کې ورکړل شي ترڅو وکولای شو باکيفيته او په معيار برابر محصلين ټولنې ته وړاندې کړو. په اوسني وخت کې ياده پوهنځی لس کادري استادان لري چې د هغي له جملې یو تنه استاد په کابل پوهنتون ،دوه تنه دایران هیواد کی او یوتن په مالیزیا هیوادکې په ماستری پروګرام کې مصروف دي. يواځې شپږ تنه رسمي استادان او دری قراردادي استادان د يادې پوهنځی تدريس په مخ وړي. په ۱۳۹۸ کال کی دوترنری علومو پوهنځی په لمړی صنف کی ۱۳۳ محصلین، په دوهم ټولګی کی ۱۰۵ محصلین،په دریم ټولګی کی ۹۳ محصلین،په څلورم ټولګی کی ۵۷ محصلین او په پنځم ټولګی کی ۴۸ محصلین وه چی ټول تعداد یی ۴۳۶ تنه محصلین په ذدکړو بوخت دی،اوس هم که په یاده پوهنځی کی دوه دیپارتمنتونه چی (دغذایی موادو حفظ الصحه او حیواناتو روزنه ) ایجاد شی او ورسره یادو دیپارتمنتونو ته استادان راکړل شی نو زمونږ دمحصلینو ستونزی به تر یو حده پوره شوی وی.

   د پوهنځی ریس

 د پوهنځی څانګې او موخې  

د پوهنځی استادان