د شیخ زاید پوهنتون یو شمېر اړین موضوعات د لوړو زده کړو محترم وزیر سره مخامخ شریک شول

szu_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۵ - ۱۳:۸
 پرون شنبې ورځ ( ۲۳/کب/۱۳۹۹) د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي چې د خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازی او په ولسي جرګه کې د خوست ولس استازی محترم غفارخان هم ورسره وو، د لوړو زده کړو محترم وزیر دوکتور عباس بصیر سره د پوهنتون یو شمېر اړینو موضوعاتو باندې بحث وکړ.  د ناستې په جریان کې د پوهنتون رئیس ښاغلي اریوبي پوهنتون ته د دوامداره برق، احاطې دیوال د شروع کیدو چارو کې چټکتیا ، مجهزه اشپزخانه او طعام خورۍ، د پوهنتون لینډسکېپ اخیستل، جمنازیم، د نجونې لپاره د لیلیې نوې څلور پوړیزه ودانۍ، د کادري روغت

پرون شنبې ورځ ( ۲۳/کب/۱۳۹۹) د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي چې د خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازی او په ولسي جرګه کې د خوست ولس استازی محترم غفارخان هم ورسره وو، د لوړو زده کړو محترم وزیر دوکتور عباس بصیر سره د پوهنتون یو شمېر اړینو موضوعاتو باندې بحث وکړ.

د ناستې په جریان کې د پوهنتون رئیس ښاغلي اریوبي پوهنتون ته د دوامداره برق، احاطې دیوال د شروع کیدو چارو کې چټکتیا ، مجهزه اشپزخانه او طعام خورۍ، د پوهنتون لینډسکېپ اخیستل، جمنازیم، د نجونې لپاره د لیلیې نوې څلور پوړیزه ودانۍ، د کادري روغتون لپاره د نوې منظورې شوې ودانۍ په چارو کې چټکتیا او په پوهنتون کې د ماسترۍ پروګرام په پیلیدو باندې خبرې وکړې.

ښاغلي اریوبي د لوړو زده کړو محترم وزیر عباس بصیر څخه پوهنتون ته دوامداره برق ، د احاطې دیوال او د کادري روغتون لپاره د نوې منظورې شوې ودانۍ په چارو کې د چټکتیا لپاره د ځانګړې توجه غوښتنه وکړه. ښاغلي اریوبي محترم وزیر صیب ته وریاده کړه چې ((د برق لپاره پشنهاد د لوړو زده کړو پراختیایي پروګرام ( HDEP) دفتر کې موجود دی، کچیرې یې د تعقیب او چټکتیا لپاره د Steering Committee کمیټه راوبلل شي غوره به وي ځکه چې تاسو ددې کمیټې په رأس کې یاست)).

ورپسې محترم غفارخان له وزیر صیب څخه د مننې تر څنګ په ډاکه کړه چې د علمي مراکزو په پیاوړتیا او محصل ته د سهولت په رامنځته کولو کې باید ګړندي ګامونه پورته شي او چې هرځای ستونزه راولاړیږي ټول یې باید په ګډه پر هوارولو کار وکړ.

د خوست والي ښاغلي کټوازي د شیخ زاید پوهنتون پر سیمه یز اهمیت او ارزښت محترم وزیر صیب ته لنډ مالومات ورکړل او غوښتنه یې وکړه چې د پوهنتون هراړخیز انکشاف ته توجه وشي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي لوحې نصب شوې.

د شیخ زاید پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي پیغامونو لرونکې یو شمېر لوحې نصب شوې.
دغه لوحې د پوهنتون په بېلا بېلو ځایونو کې ولګول شوې، چې پکې د اداري وداني، شرعیاتو پوهنځي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه وکړه.

یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۹مې نېټې سره یې سمون درلود، د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه ترسره کړه. 
ياده. . .

BACK TO NEWS