د شیخ زاید پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ محمد یعقوب نیازي د پوهنتون له ځینو پوهنځیو څخه نظارت وکړ.

szu_admin
321


نن ورځ د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د ثور میاشتې ۵مه نیټه چې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال شوال میاشتې ۴مې  نیټې سره برابره ده، د شیخ زاید پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ محمد یعقوب نیازي د پوهنتون له ځینو پوهنځیو څخه نظارت وکړ.
 ښاغلي نیازي د پوهنځیو اړوند مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې استادان او محصلان باید خپلو درسونو ته په خپل وخت حاضر شي، ترڅو قیمتي وخت یې ضایع نه شي، د نه حاضریدو په صورت کې د غیرحاضر وشمیرل شي.

szu3
ښاغلي نیازي د انجینري پوهنځي د چت ترمیم له چارو څخه هم نظارت وکړ او  په ښه ډول د ترسره کیدو سپارښتنه یې وکړه.

321
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

ورستی خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۴۷
Background image

د شيخ زايد پوهنتون کادري ازموينې خبرتيا!

د ټولنيزو علومو عمومي تاريخ، د کرنې پوهنځي حيواني علومو، چاپېريال ساتنې او اګرانومي څانګو، د ژورنالېزم پوهنځي ژورنالېزم څانګې، د کمپيوټر ساينس پوهنځي معلوماتي سيستمونو څانګې، د وترنري . . .

Back to announcements