د شیخ زاید پوهنتون د روغنیاتو او مایع ګاز قرارداد په اړه:
دشیخ زاید پوهنتون اداره ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د اعلان د نشر له نیټې څخه دروان(1401) کال دلوې میاشتې(13) نیټې د ماذدیګر تر 3:30 بجو پوري د (4)قلمه روغنیاتو او مایع ګاز قرارداد چاپي شرطپاڼه د نوموړي پوهنتون تهیه تدارکاتو آمریت څخه، چې د اقتصاد پوهنځي لومړي پوړ کې موقعیت لري، تر لاسه او په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
همدارنګه خپل آفرونه په سربسته توګه د شرطپاڼې د مندرجاتو، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق د همدې میاشتې (15)نیټې، د غرمې مخکې 10:00بجو پوري د تهیه او تدارکاتو آمریت کې ټاکل شوي صندوق ته په خپل لاس واچوي.
ناوخت رسیده او انټرنیټې آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د شرطپاڼې مطابق په د بانک ګرانټي په ډول اخیستل کیږي او د افر پرانیستنې غونډه به د دلوې میاشتې په (15)نیټه د غرمې مخکې 10:05 بجې د مالي اداري چارو معاونیت کې چې ریاست مقام ودانۍ لومړي پوړ کې موقعیت لري، دایریږي.
په درنښت