د شرعیاتو پوهنځی څانګې
شرعياتو پوهنځي تر دې دمه لاندې درې ديپارټمنټونه لري:
- د فقه او قانون ديپارتمنټ.
- اسلامي تعليماتو ديپارټمنټ.
- سلامي ثقافت ديپارټمنټ
د فقه او قانون څانګې لرليد (Vision) او رسالت (Mission)
الف - رسالت Mission
د فقه او قانون ديپارټمنټ د خپل اکاډميک ماموريت په ترڅ کې هوډ او ژمنتيا لري، چې خپل کړېدلي ملت ته د مسلکي قضايي، حقوقي او عدلي چوپړ په موخه غښتلې کادرونه وړاندې کړي.
لرليد (Vision)
د فقه او قانون ديپارټمنت هڅه کوي، چې په ټولنه کې د افرادو اسلامي او ملي روحيه پياوړي کړي او له هر ډول نژادي، مذهبي، توکمي، جنسي او ژبني تبعيض مخه ونيسي، چې په نتېجه کې به د افغانستان په کچه په علمي ډګر کې یوه غښتلې اکاډمیکه اداره رامنځته کړي. د فقه او قانون څانګې ماموريت او ليد لوری د شرعياتو پوهنځی د علمي شورا په (۹) ۴/ ۶/ ۱۳۹۷ ګڼه غونډه کې تاييد شوی دی.
د فقه او قانون څآنګې روزنيزې موخې
د فقه او قانون فارغين به په دې وتوانېږي چې:
۱- د شرعی، فقهي او حقوقي پوهې ترلاسه کول، هم د شريعت او د هېواد نافذه قوانينو څخه دقيق فهم ترلاسه کول.
۲- د قضاء مسلک، څارنوالی، دفاع وکالت، د شرعي او حقوقي مشاوريت اړوند عملي مهارتونو ترلاسه کول او هم د عدليه وزارت اړوند مهارتونو ترلاسه کول.
۳- د ښې حکومتوالی او د قانون حاکميت په منظور د دولت او ټولنې د فقهي اړتياوو او پوښتنو ته ځواب ويل.
۴- د جزايي، مدني، کورنۍ، تجارتي او نورو مختلفو دوسيو د ترتيب مهارتونو ترلاسه کول.
۵- د غوره اخلاقو، نېک چلند، عدالت، هېوادنۍ مينې، د اسلامي او بشري ارزښتونو، چې په اسلامي عقيده ولاړ وي روحيه ترلاسه کول.
د علمي څېړنو د مهارتونو غوړېدا او د بشپړ اسلامي فکر پراختیا، چې د انسانانو اړیکې د خپل پالونکې ذات او بشري ټولنې سره ټینګې او د دنیاوي نعمتونو څخه سالمه ګټه پورته کړي.
۶- فعلا د لېسانس په کچه د نارينه وو او ښځينه وو محصلينو لپاره د تدريس جريان په دوامداره توګه ساتل او ماسټرۍ برنامې د جوړېدو هڅې.
د اسلامي تعليماتو څانګې لرليد (Vision) او رسالت (Mission)
لرليد (Vision
د اسلامي تعليماتو څانګه دين، هېواد او هېوادوالو ته د خدمت په پار عدلي، قضايي او تعليمي ادارو او تأسيساتو لپاره متخصصين او مسلکي کادرونه روزي؛ څو په واقعي توګه دين، هېواد او هېوادوالو ته د چوپړ مصدر، د هېواد، سيمې او په ټوله کې د نړۍ په کچه د شرعي علومو د تخصص په برخه کې په نړېوالو معيارونو برابر معتبر علمي مرکز وګرځي.
رسالت Mission
د اسلامي تعليماتو څانګه دې ته ژمنه ده چې د دولتي ادارو او خصوصي سکتور د اړتيا سره سم د خپلو استادانو په وسيله د اسې فارغين وروزي چې په خپل فن او مسلک کې پوره مهارت ولري؛ ترڅو د دې علمي بهير فارغين د خپلو حاصل شويو وړتياوو له امله په اسانۍ سره وکولای شي چې په دولتي ادارو او خصوصي سکتور کې د خپل تخصص مطابق دندې پيدا کړي او خپله دنده په احسنه توګه ترسره کړي.
ارزښتونه (Values)
د اسلامي تعليماتو څانګې ځينې مهم ارزښتونه په لاندې ډول ذکر کېږي.
- په زده کړه او خدماتو کې لا زيات ښه والی.
- تعليمي، اداري او مالي استقلاليت.
- په تعليمي او اداري چارو کې شفافيت او عدالت.
- ديني او ملي ارزښتونو ته ځانګړې توجه کول.
- څېړنې او نوښتونو ته خاص پام کول.
د اسلامي تعليماتو روزنيزې موخې
د اسلامي تعليماتو څانګه کې لاندې موخو ته د رسېدو هڅې کېږي:
۱- د تجويد د اصولو سره سم د قرآن کريم زده کړه او لوستل.
۲- د قرآنکريم د علومو او د تفسير د اصولو مسلکي زده کړې او د اساسي مصادرو پېژندنه يې.
۳- د نبوي احاديثو او د احاديثو د علومو مسلکي زده کړې او د اساسي مصادرو پېژندنه يې.
۴- د توحيد د صحيحي عقېدې پېژندنه او خپراوی.
۵- د نبوي صحيح سيرت زده کړه او په عملي ژوند کې يې پلي کول.
۶- فرد او ټولنې ته د قرآنکريم، نبوي احاديثو او نبوي سيرت د صحيح فهم رسول او تطبيق يې د دنيا او آخرت د سعادت او نېکمرغۍ اساس ګڼل.
۷- په نړۍکې د مختلفو اديانو پېژندنه او د انحرافاتو بيان يي.
۸- د اسلام د مقدس دين د مصادرو په وړاندې د نورو ډلو د دريځ بيان او د هغو د شبهاتو له منځه وړل.
۹- ټولنې ته د قضاء، افتاء، دعوت او خطابت په چارو کې د علمي او مسلکي کادرونو روزل او وړاندې کول.
۱۰- فعلا د لېسانس په کچه د نارينه وو او ښځينه وو محصلينو لپاره د تدريس جريان په دوامداره توګه ساتل.
د اسلامي ثقافت لرليد ((Vision) او رسالت Mission:
لرليد (Vision
د داسې مسلکي، ژمنو او منځلارو اسلامي کادرونو درلودل، چې د یوې سالمې اسلامي تربیې عملي نمونې اوسي او د زیاتوالي او کموالي پرته د دنیا او اخرت د نیکمرغۍ لپاره همغږي رامنځته کړي.
رسالت Mission
دا چې د اسلام د سپېڅلې دین په لارښونو ایمان او باور د افغانستان د خلکو د لوړو ځانګړنو څخه دی، نو له دې امله د مذهبي منځلارېتوب خپرول او په ټولنه کې په ښه شان د تقوا او باور مندتیا بنسټیزه کول او همدارنګه له هر څه وړاندې د قانون، عدالت، نظم او په هېواد کې د یوې سالمې ادارې رامنځته کول، چې د لوړو زده کړو لپاره د تدریس او چوپړ زمینه برابره کړي د بنسټیزو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي. دا اړتیاوې به هله پوره شي، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې مو د ایمان او عقیدې څخه علمي، دقیقه او سالمه پوهه شتون ولري او د دیني زده کړو وتلې کارپوهان مو د دیني اخلاقو د سمبالتیا ترڅنګ په علم، مسلک او مهارت مسلط اوسي او په خپله اړونده برخه کې د یوې نمونې په توګه د ټولنې لپاره د چوپړ مصدر وګرځي.
د اسلامي ثقافت روزنيزې موخې
۱- د اسلامي ثقافت د علمي چوپړونو ځانګړتیاوې د لاندې موخو د لاسته راوړلو لپاره ترسره کېږي:
د اسلام په ځېنو اړینو مسایلو باندې پوهه حاصلول چې هغه د عقیدي، عباداتو، اخلاقو، سیاسي، اجتماعي، او اقتصادي امورو پورې تړاو نیسي.
۲- د لوړو زده کړو د بېلا بېلو څانګو محصلان په ټولیزه توګه د اسلام د بنسټیزو ارونو سره اشنا کول.
په نړیواله کچه د مطرحو لید لورو سره اشنایي او د معاصرو علومو د لاسته راوړلو سره د اسلام اړیکه ساتل.
۳- د اسلامي ثقافت او کلتور په بنسټیزو ارونو سمبال د پیاوړو او باخبره ځونانو روزل.
۴- د مسلکي، ژمنو او منځلارو مسلمانانو کادرونو روزل، چې وکولای شي د یوې سالمي اسلامي روزني د نمونې په توګه د افراط او تفریط څخه لرې د دنیا او اخرت د نیکمرغۍ همغږي رامنځته کړي.
۵- د نظري پوهې وړاندې کول، چې په ټولیزه توګه اسلامي مسایل په نقلي او عقلي دلایلو او آثارو پرمټ د هرې موضوع د حکمت په بیانولو سره روښانه او توضیح کړي.
۶- د محصلانو د دیني او اسلامي پوهې کچه لوړول، چې د بشري ټولنې په ټولو اړینو برخو او د فردي او ټولنز ژوند په غوړېدا کې خوځنده او پوره ونډه ولري او د اسلامي تعلیماتو په رڼا کې د ګټورو عناصرو په توګه هېواد ته د صلح او ثبات په راستنېدو کې و ځلېږي.
۷- د علمي څېړنو د مهارتونو غوړیدا او د بشپړ اسلامي فکر پراختیا، چې د انسانانو اړیکې د خپل پالونکې ذات او بشري ټولنې سره ټینګې او د دنیاوي نعمتونو څخه سالمه ګټه پورته کړي.
پورته د اسلامي ثقافت د څانګې لرلید، رسالت، موخې د شرعیاتو پوهنځی علمي شورا (۱) ۱۰/۲/۱۳۹۹ ګڼه غونډه کې د رایو په یووالې تایید شوي.
د شرعياتو پوهنځی څانګې