د څېړنې ميتودولوژي تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.
د شيخ زايد او خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو ته د څېړنو ميتودولوژي تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.
په ياد شپږ ورځني ورکشاپ کې به د څېړنې پېژندنه، اهميت او ځانګړنې، څېړنې موضوع ټاکنې، څېړنيزه ستونزه او څېړنه، متحولينو تشخيصول، فرضیې جوړول، معلوماتو سمون، تحليل او نمایش، څېړنې ليکل او يو شمېر نور موضوعات به و څېړل شي.
دغه ورکشاپ د علمي څېړنو معاونيت له لوري د مسلکي پرمختيا آمریت په همکارۍ برابر شوی دی، چې د علمي څېړنو مرستيال پوهندوی دوکتور احمد جاويد شکيب له لوري وړاندې کېږي.
نېټه: شنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د محرم الحرام ۱۸مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د سرطان ۱۳مه
۲۰۲۶ م کال د جولای څلورمه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
