د کادري روغتون داخلي برق سیستم قرارداد چاپي شرطپاڼې په اړه

szu_admin
123

    دشیخ زاید پوهنتون اداره  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې  د اعلان د نشر له نیټې څخه د روان(1403) کال اسد میاشتې(3)نیټې پوري د کادري روغتون داخلي برق سیستم قرارداد چاپي شرطپاڼه د نوموړي پوهنتون تهیه  تدارکاتو آمریت  څخه، چې د نوي لیلیې ودانۍ کې موقعیت لري،  تر لاسه او په داوطلبي کې ګډون وکړي.

    همدارنګه خپل آفرونه  په سر تړلي توګه د شرطپاڼې د مندرجاتو، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق  د همدې میاشتې (4)نیټې  د غرمې مخکې 10:00بجو پوري د تهیه او تدارکاتو آمریت کې ټاکل شوي صندوق ته  په خپل لاس واچوي.

ناوخت رسیده او انټرنيټې آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین  د شرطپاڼې مطابق په نقدي ډول اخیستل کیږي او د افر پرانیستنې غونډه به د اسد میاشتې په (4)نیټه د غرمې مخکې 10:10 بجې د تهیه او تدارکاتو آمریت کې چې د نوي لیلیې ودانۍ په لومړي پوړ کې موقعیت لري،  دایریږي.

ورستی خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۳۴
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۵۷
Background image

د مقالو غوښتنه!

د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت په پام کې لري، چې د شیخ زاید علمي ـ څېړنیز ژورنال پرله پسې ۴۰مه ګڼه علمي مجله چاپ کړي. له دې امله له درنو علمي کادرونو، څېړونکو او نظر خاوندانو څخه . . .

Back to announcements