د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو لپاره شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۱:۳۴
12

د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو معاونیت او د محصلانو د سمون او انسجام آمریت لخوا د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي وروستي کال محصلانو لپاره د ظرفیت لوړونې په درېیو برخو کې سیمینارونه وړاندې شول، چې شپږ ورځې یې دوام وکړ.

هغه مراسم چې په همدې مناسبت ترتیب شوي و، د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو مرستیال پوهنیار مجاهد همت یار محصلانو ته پخپله وینا کې ډاډ ورکړ چې د دوی علمي کچې د پراختیا او ظرفیت لوړونې په برخه کې به لا هم هڅې او کوښښونه کوي؛ تر څو د محصلانو د مسلکي وړتیاوو زیاتولو په موخه دا ډول نور پروګرامونه په لاره واچوي.

د ورکشاپ لومړی سیمینار د علمي څېړنو مرستیال او د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي استاد پوهنمل دوکتور احمد جاوید شکیب لخوا وړاندې شو.

د ورکشاپ دویم سیمینار د معلوماتي ټېکنالوژۍ آمر نقیب الله نوید لخوا او د ورکشاپ درېیم سیمینار د رسنیو مرکز مسؤل مدیر فهیم عارف لخوا وړاندې شول.

د پای مراسم د یاد ورکشاپ ترتيب کوونکو او ګډونوالو محصلانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۶:۱۳
Background image

د اسلام له نظره د اداري فساد پر وړاندې مبارزه علمي کنفرانس ارایه کړل شو.

نن دوشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د ميزان مياشتې ۲۳مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له ۱۱مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مسلمين راشد پوهنمل علمي رتبې ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۶:۷
Background image

د تضمين کیفيت عمومي کمېټې نوبتي ناسته تر سره شوه.

نن یکشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د تلې مياشتې ۲۲مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربيع الثاني مياشتې له ۱۰مې نېټې سره برابره ده، شيخ زايد پوهنتون کې د علمي مرستيال تر مشرۍ لاندې د تضمين کیفيت عمومي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۵:۰
Background image

د وترنري علومو پوهنځي محصلانو کابل ته علمي سفر ترسره کړ.

د شيخ زايد پوهنتون وترنري علومو پوهنځي یو شمېر محصلانو د یو علمي سفر په ترڅ کې د دوو استادانو په لارښوونه د کابل ولايت ځینې اړوندو فارمونو او د حیواني غذا جوړونې له فابریکو څخه ليدنه تر. . .

BACK TO NEWS