د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د سيرت په اړه غونډه تر سره شوه.

szu_admin
Sat, Sep 06 2025 3:01 PM
,,mnjhb gnhj

نن شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الأول مياشتې له ۱۳مې نيټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون په عمومي مسجد کې د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم تر نوم لاندې غونډه تر شوه.

ياده غونډه چې د پوهنتون دعوت او ارشاد آمریت مسؤلینو لخوا برابره شوې وه، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـاني سربېره د پوهنتون مرستیالانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ګډون کړی و.

د شرعیاتو پوهنځي استادانو شیخ الحدیث والقرآن مسلمین راشد او شیخ الحدیث والقرآن شېر محمد حنفي لخوا د نبي کريم صلی الله علیه وسلم سیرت او صورت په اړه بيانونه وشول او ګډونوال پکې د خپل خوږ نبي کریم صلی الله علیه وسلم پوره پیروۍ او اطاعت ته را وبلل شول.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS