تدریسي روغتون سره د ۲.۶ ميليونو افغانيو په ارزښت د درملو مرسته وشوه.
د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون سره د خوست ولايت عامې روغتيا رياست له لوري د پنځه قلمه درملو، چې مجموعي ارزښت یې (۲،۶۴۶۸۸۰) افغانۍ دی مرسته وشوه.
د شیخ زاید پوهنتون رهبري د عامې روغتيا ریاست له مسؤلينو څخه د يادې همکارۍ ستاينه کوي او په روغتيایي برخه کې خلکو د لا ښه چوپړ لپاره د زياتې همکارۍ غوښتنه کوي.
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام اتمه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د جوزا څلورمه
۲۰۲۶ م کال د مې ۲۵مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

