اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې او اداري مراسلاتو په برخه کې ورکشاپ داير شو.

szu_admin
Mon, Aug 25 2025 3:07 PM
اداري مراسلاتو

دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې درېیمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الأول مياشتې له لومړۍ نيټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون اداري کارکوونکو د ظرفيت لوړونې په موخه د خوست ولایت کارکوونکو چارو رياست، د ولایت اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمريت او د شيخ زايد پوهنتون مالي او اداري چارو معاونيت په ګډه همکارۍ دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پیل په مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال مولوي محمد جاويد خالد، د ولایت مقام د کارکوونکو چارو رئيس حاجي معاذ، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمر مولوي محمد رسول سعید او د يادو ادارو کارکوونکو ګډون درلود، چې په ټوله کې یې د دغه ورکشاپ په اهميت او ارزښت ویناوې وکړې او دغه ورکشاپ یې د کارکوونکو د ظرفيت لوړونې او کارونو په ښه شان پرمخ بېولو لپاره یې اړین ياد کړ.

ياد ورکشاپ چې دوه ورځې به دوام وکړي د پلان جوړونې، ارزيابۍ او اداري مراسلاتو اړوند یو شمېر اړین موضوعاتو باندې به معلومات ارایه او نظريات تبادله شي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS