د وترنري علومو پوهنځي ممتاز محصلان د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

szu_admin
Sat, Nov 02 2024 11:20 AM
یبلاتن

سه شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د عقرب میاشتې ۸مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې ۲۶مې نېټې سره سمون لري، هغه غونډه چې په همدې موخه د امام ابویوسف رحمه الله غونډو په تالار کې را بلل شوې وه، د محصلانو چارو مرستيال پوهنیار مجاهد همت یار، د وترنري علومو پوهنځي رئیس پوهنمل عبدالطیف رحیمي، استادانو او محصلانو ګډن کړی و.

د محصلانو چارو مرستیال پوهنيار مجاهد همت يار په خپلو خبرو کې محصلان وستایل او هغوی یې وهڅول چې خپلو درسونوو کې لا هڅاند او زده کړو ته په ډېر دقیق شکل متوجې شي.

په پای کې هغه محصلان چې په خپلو درسونو او ټولګیو کې اول، دویم او درېیم مقامونه تر لاسه کړي و، وستايل شول.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS