تهیه تدارکاتو  او خدماتو آمریت

 

تهیه تدارکاتو  او خدماتو آمریت

تاریخچه یا مخینه

تهیه تدارکاتو او خدماتو آمریت ته د شیخ زاید پوهنتون د ایجاد او تاسیس سره سم د پوهنتون اړتیاؤ او ضرورتونو ته په کتو په تشکیل کې ځای ورکړل شوی. یاد آمریت پخوا د مالي اداري، تهیه، تدارکاتو او خدماتو آمریت تر نامه لاندې فعالیت درلود، خو په (1397) کال کې  یاد آمریت د لوړو زده کړو  وزارت مقام له خوا په تشکیل کې په دوو برخو وویشل شو، چې تهیه تدارکات او خدمات او مالي او حسابي آمریتونه  په جلا، جلا نومونو په تشکیل کې ځای پر ځای شول. تهیه تدارکاتو او خدماتو آمریت د شیخ زاید پوهنتون د کلیدي او مهمو آمریتونو له جملې څخه دی، چې د پوهنتون دولسګونو پوهنځيو، د هلکانو او نجونو لیلیې، کادري روغتون او د پوهنتون ټولو علمي او اداري څانګو لپاره په خپله برخه کې د هېواد د نورو نافذه قوانینو په رڼا کې د تدارکاتو عامه قانون، طرزالعمل او د ملي تدارکاتې ادارې د متحدالمالونو په چوکاټ کې خدمات وړاندې کوي.

پیغام

د تهيه تدارکاتو او خدماتو آمريت د شيخ زايد پوهنتون ادارې د پرمختګ لپاره د رهبرۍ غړو سره په همغږۍ د هيواد د نافذه قوانينو په رڼا کې د اداري اهدافو د لاسته راوړلو  په موخه د تدارکاتو قانون او طرزالعمل مطابق له ټولو شعباتو هيله لري تر څو د ياد آمريت سره د پورته ذکر شويو قوانينو په نظر کې نيولو سره خپلې غوښتنې شريکې کړي. تر څو ياد قوانين تطبيق او شفافيت تآمين شوي وي.

ماموریت

د هېواد د نافذه قوانینو او لوایحو مطابق د شیخ زاید پوهنتون محصلانو ، استادانو  او اداري کارمندانو  ته د ښو او مناسبو شرایطو رامنځته کول د تهیه تدارکاتو او خدماتو آمریت عمده دنده ده، ترڅو د علمي او اداري بهیر د پرمخیون لپاره د دوی اړتیاو او ضرورتونو ته مثبت ځواب ووایي. تهیه تدارکاتو آمریت تل هڅه کړي، چې د بودجې د شتون په صورت کې د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق خپل خدمات د شفافیت اصل ته په پامنیوي سره وړاندې کړي.

اهداف

·        د پوهنتون د نیازمندۍ او پر اساس د هر ډول قرطاسیې تهیه او تدارک

·        د لیلیه محصلانو لپاره د غدایي مینو مطابق د خوراکي او غیر خوراکي موادو تهیه او تدارک

·        د برښنا د تولید لپاره د روغنیاتو لکه: ډېزل، پطرول او مبلائیلو تهیه او تدارک

·        د ترانسپورټي وسایطو لپاره د روغنیاتو تهیه او تدارک

·        د پوهنتون دولسګونو پوهنځیو او اداري شعباتو لپاره د ژمي پر مهال د استحقاق مطابق د مایع ګاز تهیه او تدارک

·        د پوهنځیو او اداري شعباتو لپاره د اړتیا په صورت کې د کمپیوټرونو، پرنټرونو، فرنیچر، ایرکنډیشن او ... تهیه او تدارک

·        د اړتیا په صورت کې د لیلیه محصلانو لپاره د الباسې تهیه او تدارک

·        د پوهنتون اړوند ټولو ترانسپورټي وسایطو، جنراتورنو، فوتوکاپۍ ماشینونو او نورو ترمیم او بیا جوړول

·        د بودجې د شتون په صورت کې د اړتیا وړ تعمیراتو او ساختمانونو جوړول

·        د موجوده ودانیو ترمیم او بیا جوړول

 

ژمنه او تعهد

د تهیه تدارکاتو آمریت ټول کارمندان د اسلام مبارک دین لارښونو ته ژمن دي، او په هر حالت کې د تقوا پرهیزګارۍ له مخې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي. ټول کارمندان ژمنه کوي، چې د امارت د نورو قوانینو ترڅنګ د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق خپل فعالیتونه د پوره شفافیت او ایماندارۍ سره سرته رسوي. تل هڅه کوي چې د زمانې د  غوښتنو مطابق په خپلو کړنو کې نوښت او ابتکار وکړي.

تشکیل:

szu2

۴  سیدرسول دین محمد حفظ مراقبت 0770671318 saidrasoolhemat@gmail.com m

 کور پاڼه>>