د کمپیوټر ساینس پوهنځی ریس

 

m


د کمپیوټرساینس پوهنځی د ريئس پيغام!


نَحْمَده وَنصلِیعَلی ٰ رَسُوله ِ الْکَرِیم أمابعد!

أعوذبالله من الشیطان الرّجیم بسم الله الرّحمٰن الرّحیم.
(وأعدوا لهم مااستطعتم من قوة و من رباط الخیل ترهبون به عدولله و عدوکم وآخرین من دونهم ال تعلمونهم الله یعلمهم) األنفال/۶۱.دا چې ننۍ عصر د ټکنالوژي، ابتکار او نوښتونو عصر دی، د نړۍ پرمختللي هیوادنه د ټکنالوژي په برخه کې سیالۍ کوي او د همدې عصري ټکنالوژي په مټ يې د کمزورو هېوادونو مالي سرچینې قبضه کړي دي او د دوی په کلتور، 
خاوره او مذهب باندې یرغلونه کوي. ځکه خو هر هېواد او ملت کوشش کوي، چې تر نورو د وخت په علومو کې مخکښ واوسي، تر څو د چا تر اثر او قبضې لاندې رانشي.


د اسلام سپیڅلی نظام هم مونږ ته د اعداد لارښونه کوي، تر څوله نورو څخه مخکښ واوسو داسې وسایل او اسباب رامنځته کړو، چې د ځان، وطن او اسلامي نظام څخه دفاع ورباندې وکړو، په اوس وخت کې د دې اسبابو ښکاره مثال عصري ټکنالوژي کیدلی شي. په دې عصر کې د عصري ټکنالوژي رول د ژوند په هره برخه لکه: (طب، انجیرني، زراعت، نظامي او نورو) کې ډېر مؤثر دی، چې په مټ يې مربوطه برخه ډیره پیاوړې کیږي.

د ټکنالوژی په برخه کې بې ساري او چټک پرمختګونه د دې لامل شوي دي، چی پوهنتونونه خپل نصاب او تعلیمي برنامې د عصری ټکنالوژی په ډګر کې د رامنځته کېدونکیو پرمختګونو او نوښتونو سره عیار او ترتیب کړي. د افغانستان د لوړو زده کړو محترم  وزارت د ټکنالوژي په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ ساتلې او لا هم جریان لري.


د کمپيوټرساینس پوهنځی هڅه کوي، چې د یویشتمې پیړۍ تخنیکي او ټولنیزو اړتیاوو ته په کتو سره خپل نوی نسل په داسې ډول وروزي، چې په مارکیټ کې د بشري قوې د تشې په ډکولو، د نویو کارونو په رامنځته کولو او د مختلفو څېړنیزو پروژو په لارښوونه کې اغیزناک او پر ځای رول اداکړی شي، یاد هدف ته د رسیدو لپاره د پوهنځي اداره د پوهنتون رهربۍ سره په همغږۍ هڅه کوي، چې په ټولګیو کې پر تدریس برسېره خپلو محصلانو ته د لابراتواري او ساحوي زده کړو لا ښه شرایط برابر کړي.

باید یادونه وکړو، چې د کمپیوټرساینس پوهنځي اداره نه یوازې خپل محصلان په مسلکي زده کړو سمبالوي، بلکې دوی ته ښایي چې د اسلام له نظره هم د ټولنې لپاره چې په اوسني دور کې څنګه زده کړې وکړي، څنګه فکر وکړي، د ژوند د حقیقی مشکلاتو سره په څه ډول مخامخ شي او په ټېکنالوژي کې په چټک او ناڅاپي ډول د پېښېدونکو تغیراتو سره ځانونه په څه ډول عیار او برابر کړي، په دې هیله چې زمونږدا هڅې محصلان د داسې ډول کړنو او نوښتونو جوګه کړي، چې د شیخ زاید پوهنتون، هیواد او د ټول انسانیت لپاره د خدمت، پرمختګ، او ویاړ لامل وګرځي.
 

په درنښت
پوهنمل عبدالرحیم احمدي