خبرتیا!

szu_admin
اعلان

د اختصاصي (۱۴پاسانو) او شپې پوهنځيو د کانکور  آزموینو د ثبت نام ځانګړي فورمې شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو معاونیت ته را رسيدلي دي، په شرايطو برابر داوطلبان کولی شي چې د روان کال حمل مياشتې له (۱۵مې) نيټې څخه د حمل تر (۲۴مې) نيټې پوري اړونده فورمې د محصلانو چارو معاونيت څخه ترلاسه کړي.
پاتې دې نه وي چې د انسټیټيوټ او ميخانيکي زده کړو فارغانو د نمرو فیصدي بايد له اتیا(۸۰)سلنې پورته وي او د دارالمعلمین فارغو ښوونکو لپاره فیصدي په نظر کې نه نيول کيږي.
د دې ترڅنګ تاسو ته بهتره معلومه ده، چې د ۱۴۰۰ هـ.ش کال د کانکور آزموینې ټولو نويو بریاليو محصلانو لپاره هم نوم لیکنه روانه ده، نو هغه اختصاصي (۱۴پاس) او شبانه محصلان چې په HEMIS سيستم کې د ډیټا د نشتون پر اساس له نوم ليکنې پاتې و، خبر ورکول کیږي چې سهار له اتو (۸) بجو څخه تر ۰۱:۰۰ بجې د نومليکنې په موخه محصلانو چارو معاونیت ته حاضر شي! 
                            درنښت
د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو معاونیت

ورستی خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۳:۲۷
Background image

د (51)قلمه لابراتواري او راډیولوژي موادو قرارداد په اړه:

دشیخ زاید پوهنتون اداره  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې  د اعلان د نشر له نیټې څخه د روان(1402) کال میزان میاشتې(11)نیټې پوري د (51)قلمه لابراتواري او راډیولوژي . . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۶ - ۹:۴۲
Background image

د شیخ زاید پوهنتون تشو بستونو په اړه:

موضوع: د شیخ زاید پوهنتون تشو بستونو په اړه: شیخ زاید پوهنتون لاندې ۱۸ تش بستونه د ازادې سیالی له لارې اعلان ته سپاري:

چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۱۴:۲۴
Background image

د ترانسپورټي وسایطو تم ځای د داوطلبۍ خبرتيا!

د شیخ زاید پوهنتون اداره د ترانسپورټي وسایطو تم ځای (پارکينګ) د (۴) کلونو لپاره د مزایدې داوطلبۍ له لارې د شرطپاڼې او طرزالعمل مطابق په قرارداد ورکوي، که څوک یې د قرارداد هيله لري خپل . . .

Back to announcements