د شیخ زاید پوهنتون محصلانو د یو علمي سفر په ترڅ کې د خوست ولایت اطلاعات او فرهنګ رياست څخه لیدنه وکړه.

szu_admin
Tue, May 16 2023 8:40 AM
szu

دغه علمي سفر کې د شیخ زايد پوهنتون دوو تنو استادانو هر یو پوهنيار زينت الله ارمان او پوهنيار حکمت الله سايل په لار ښوونه (۳۴) محصلانو ګډون کړی و، چې د موزيم سربېره یې د اطلاعات او فرهنګ له عمومي کتابتون څخه هم ليدنه وکړه.

szu2
 د اطلاعات او فرهنګ رياست د فرهنګي ميراثونو د ساتنې مدیر سید قابل شاه مياخيل لخوا محصلانو ته (د خوست ولايت تاريخي ابدات او سياحتي سيمې) تر عنوان لاندې خپل ترتيب کړی سیمينار وړاندې کړ، د خوست ولايت د ځينو تاريخي سيمو او ابداتو لکه: خواجه متون تپه، تخته بيکه، کاروان سرای، کلي مينار غونډۍ، حصار غونډۍ، غازي ببرک خان کلا، بنګي باغ کلا او داسې نورو تاریخي ځایونو په اړه یې هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.

szu3
نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS