د معيارونو مطابق کتابتونونو کې د مدیريت برښنایي سیستم پېژندنه تر عنوان لاندې ورکشاپ وړاندې شو.
نن دوشنبه د ۱۴۰۵هـ.ش کال د وري مياشتې ۲۴مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې له ۲۶مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون مختلفو پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو لپاره د (ډي ډي سي) يا د معيارونو مطابق په کتابتونونو کې د مدیريت برښنایي سیستم پېژندنه تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.
په دغه ورکشاپ کې د نوي سیستم د ایجاد اړتیا، د ياد سیستم ځانګړې برخې، ځانګړتياوې، د نوي سيستم له پخوانيو سیستمونو سره توپيرونه، د يادو سیستمونو لپاره کارول شوې ټکنالوژي په اړه معلومات وړاندې شول او په پای کې د ياد سیستم عمومي ښودنه وړاندې شوه.
ياد ورکشاپ د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت له لوري وړاندې شو.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

