ادبي کره کتنه له افلاتونه تر ننه

szu_admin
Wed, Jun 18 2025 2:59 PM
ژباړه ګل احمد

د شيخ زايد پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد پوهنمل ګل احمد محبت د انګلیسي ژبې څخه پښتو ژبې ته د (ادبي کره کتنه له افلاتونه تر ننه) تر نوم لاندې ۵۵۰ مخيز اثر ژباړلی دی، چې ياد کتاب به د علم او ادب لارويانو لپاره د معلوماتو د یوې غوره سرچینې په حیث خوندي وي.

د يادولو وړ ده چې د شیخ زايد پوهنتون استادان په بېلا بېلو مسلکونو کې په تألیفاتو، ژباړو او څېړنو باندې بوخت دي، چې تر دې مهاله یې په خپلو لیکنو سره د پښتو ژبې آرشیف بډایه کړی دی او لا هم په دې لاره کې یې نه ستړې کېدونکي هڅې روانې دي، چې د ليکنې برخه لا پیاوړي او د راتلونکو نسلونو لپاره په پښتو ژبه کې مختلفو معلوماتو ته د لاس رسي لاره اسانه کړي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت