مخینه

د خوست ښار لویدیځ لوري په ۶ کلیومترۍ کې موقیعت لري، یاد پوهنتون په ۱۳۷۸ ل.ل کال کې د پاکستان په پېښور ښار کې تأسیس شوی دی. په هغه وخت کې دا یو خصوصي پوهنتون و، چې د افغان پوهنتون په نوم یادیده، داچې په هېواد کې دننه د زده کړو لپاره زمینه برابره وه، د خلکو او محصلینو غوښتنه وه چې یاد پوهنتون  د خوست ولایت ته، چې د زده کړو لپاره مناسب چاپېریال لري، ولیږدول شي،  د یاد پوهنتون د زیات تعداد محصلینو او په افغانستان کې دهغوی د دوهم ځل لپاره مېشت کیدوته په کتوسره داسې نظر پيداشو، چې دا پوهنتون دې افغانستان ته انتقال کړل شي.

په افغانستان کې د بیا ودانولو له مخې په  ۱۳۸۱ ل.ل کال کې د خوست ولایت د علماوو، قومي مشرانو، روشنفکرانو، ټولنیزو سازمانونو، ځوانانو، د خوست پخواني والي مرحوم استاد محمد حکیم تڼیوال په هلو ځلو او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت محترم جمهور رئیس حامد کرزي په ځانګړي پاملرنې سره د ( ۲۲۶ ) ګڼه فرمان له مخې،  خوست ولایت ته انتقال  او په افغانستان کې د یوه رسمي پوهنتون په بڼه یې چارې پیل کړې.

دا چې د ذکرشوي پوهنتون  زیاتره ودانۍ د عربي متحده اماراتو لخوا جوړې شوې، بناً د افغانستان اسلامي جمهوری دولت محترم جمهور رئیس په ځانګړي فرمان سره د شیخ زاید بن سلطان النهیان پوهنتون په نوم سره ونومول شو. د شیخ زاید پوهنتون اوسنۍ ودانۍ چې مصارف یې د عربي متحده اماراتو(UAE) لخوا ورکړل شوي دي، په ۱۲/۲۸ /۱۳۸۶ه ش کال،  چې د 18-03-2008  م نېټې سره سمون لري،  په رسمي ډول د متحده عربي اماراتو د حج او اوقافو وزیر اود امارتو سفارت لوړ رتبه مامورینو، د شیخ زاید پوهنتون پخواني رئیس محترم پوهندوی دوکتورګل حسن ولیزي، د خوست ولایت د هغه وخت والي مرحوم ارسلا جمال او د خوست ولایت قومي مشرانو او روشنفکرانو لخوا افتتاح شوې.

 په لومړي سر کې شیخ زاید پوهنتون څلور پوهنځی، ۱۶۰۰ تنه محصلان ، ۷۵ تنه استادان درلودل اوس مهال ، چې د ۱۳۹۹ کال سره سمون لري د شیخ زاید پوهنتون دولس(۱۲) پوهنځی ۷۴۷۱ تنه محصلان او ۲۲۶ تنه استادان لري.

شیخ زاید پوهنتون په بیلابیلو برخو کې لس (۱۰) کمیټې لري، چې عبارت دي له:  تضمین او کفیت کمېټه، تحقیق کمېټه، ستراتیژیک پلان کمېټه، کادري ازمویني کمېټه، دنشراتو کمېټه، د نصاب کمېټه، E Learning کمېټه، سرسبزي کمېټه، اداري فساد پرضد کمېټه، چاپیریال ساتنې کمېټو څخه. دغه پوهنتون د غوره او معیاري علمي برنامو په پلې کولو سره د هېواد په کچه، د پنځو پوهنتونونو په قطار  کې یو برجسته پوهنتون شمیرل شوی دی.

دیدگاه

پوهنتون شیخ زاید یک مرکز علمی، تحقیقی­ است که با تربیت نیروی انسانی مجهز به دانش پیشرفته و متعهد به ارزش­های اسلامی و ملی، اعتبار علمی (اکادمیک) منطقوی برخوردار است.

مأموریت

پوهنتون شیخ زاید با تکیه بر نیروی انسانی، علمی و بهره­گیری از تحقیق، نوآوری، آموزش  عصری و تکنالوژی روز با توجه به نیازهای جامعه، نیروی انسانی را تربیت می­کند، که توانایی رقابت با دنیا را داشته، تا برای کشور و منطقه سهم سازنده­یی را در رشد اقتصادی، توسعه‌ء اجتماعی، وحدت و ثبات را داشته باشد.

 

====================>

د شيخ زايد پوهنتون د ستراتيژيک پلان عمومي کميټې په (۹) پروتوکول او 18/11/1401 نيټې غونډه کې د ګډون کوونکو د رايو په يووالي تائيد شوی

د شيخ زايد پوهنتون د علمي شورا په (13) پروتوکول او 13/12/1401 نيټې غونډه کې د ګډون کوونکو د رايو په يووالي تائيد شوی