تاریخچه پوهنځی اقتصاد

 

د ادارې او تجارت پوهنځی په (۱۳۸۲) کال چې د ۲۰۰۳ میلادی کال سره سمون خوري د حقوقو، شرعياتو او ادارې او تجارت پوهنځیو په چوکاټ کې  د یوه دیپارتمنت په شکل تاسیس شو  او په (۱۳۸۷) کال کې یې د یوه مستقلى پوهنځی په توګه په فعالیت شروع وکړه. داقتصاد پوهنځی تر اوسه پورې  په مجموعې توګه په په تیرو دیارلسو (۱۳) دورو کې ۱۱۳۸ تنه فارغین دټولنی چوپړ ته وړاندې کړي دي. دشيخ زاید پوهنتون داقتصاد پوهنځی چی فعلا درې دیپارتمنتونه لري په کال ۱۳۸۲ کی  یوازې د اداره او تجارت ډیپارتمنت فعالیت درلودو او په کال ۱۳۹۳ کې نور دوه دیپارتمنتونو په نوم د ملي اقتصاد او مالي اوبانکي دیپارتمنتونو سره هم په فعالیت شروع کړیده، چی تراوسه یی ۱۱۳۸ تنه محصلین په اداره او تجارت، مالي او بانکي او ملي اقتصاد کې په څانګو کې ټولنې ته دخدمت په موخه په تیرو دیارلسو دورو کې وړاندې کړیدي.

د اقتصاد پوهنځی اداره تعهد لري چې خپلومحصلینو ته د ښو خدماتو ترڅنګ بعضی اسانتیاوی رامنځ کړی چی خوشبختانه په دې موخه کی تریوه حده موفقیت هم لري، لکه دیوې کتابخانې لپاره دالماریو ، چوکیو تدارک چی یوڅه اندازاه کتابونه هم لري. داقتصاد پوهنځی خپلوموخوته درسیدو په خاطرپه پام کې لري چې د محصلینو دعملي کارونو د ترسره کولو په خاطر یومجهز کتابتون ولري، چې په هغه کتابتون کې د هر بخش کافي اندازه کتابونه شتون ولري او دانټرنیټ له اسانتیاوو  څخه  برخمن وي.

په ١٣٩۲ کال کې نوموړى پوهنځى د شپى پوهنځى هم په  تشکيل کې ایجاد شوه.

داقتصاد پوهنځی چی ۱۵ تنه استادان لري. د دغو استادانو له دې ډلې څخه ۸ تنه د ماسټر او ۳ تنه د لیسانس تحصیلي درجې او یو تن د دوکتور په سویه لري. د یادو ۱۶ استادانو څخه ۴ تنه یې اوس په بهر او داخل کې د ماسټرې زده کړې تر سره کوي.

داقتصاد پوهنځی مشرتابه په دوامداره توګه هڅې کوي ترڅو دخپلو استادانو دعلمي سویې دلوړوالي په خاطر ډیري استادان دماستري او دوکتورا له پاره بهرنیو هیوادونو ته ولیږي، ددې څخه علاوه په داخل او خارج کې ورته دلنډ مهاله کورسونو زمینه مساعده کړي؛ ترڅو یې په مسلکي ډول ظرفیتونه لوړ شي.

چې ددې معلوماتو په پای کې د ادارې او تجارت پوهنځی د ټولو استادانو او محصلینو احصایه موحوده ده اوس مهال يو تدريسى عمومى مدير، يو تدريسى اجرایه مدير، يواجرایه مدیر یو د ورځې لخوا ملازم او يو دشپى لخوا ملازم په خپل تشکيل کې لرى.

ریس پوهنځی

استادان پوهنځی