له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال له ځينو غير ضروري مصارفو او ناسمو رواجونو څخه ډډه درېیمه ماده:

په ځینو سیمو کې له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د مبارکۍ او ستړي مشي په مناسبت د سيمې د خلکو او راغلو او رابلل شویو مېلمنو ته درنده مېلمستيا او خیرات برابرول او همدا راز لوړ بيه تحفې خلکو ته ورکول ضروري رواج گرځېدلی دی چې له يوه پلوه كوم شرعي حيثيت نه لري او له بله پلوه د زیات لگښت له امله د زياتو خلكو له حج او عمرې څخه د محرومیت او یا د تأخير سبب گرځيدلی دی، له همدې امله باید ټول حجاج او معتمرين له يادو مصارفو او زیان اړوونکو رواجونو څخه ډډه وکړي.