شیخ زاید پوهنتون خپل ممتاز محصلان وستایل.

szu_admin
Tue, Oct 31 2023 11:46 AM
k

شیخ زاید پوهنتون خپل ممتاز محصلان وستایل.

هغه مراسمو کې چې په همدې موخه د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د تلې ۲۶مه، د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له ۳مې نيټې سره برابره ده، د امام ابو حنیفه رحمة الله په تالار کې برابر شوي و، د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستيال او سرپرست سید اسماعيل روحاني، محصلانو چارو مرستيال پوهنيار مجاهد همت يار، اداري مرستيال حافظ ناکيم سعيد، د پوهنځيو رئیسانو، استادانو، محصلانو او د رسنيو کارکونکو ګډون کړی و.

m

غونډه د قرآن عظیم الشان څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستيال او سرپرست ښاغلي سید اسماعیل روحاني غونډې ته پرانیستونکي وینا وکړه. نوموړي محصلان تشویق کړل، چې د علم په ډګر کې پر مخ ځئ، لا نورې هڅې او نوښتونه ترسره کړئ.

m

ښاغلي روحاني په ټوله نړۍ کې پر مسلمانانو باندې د زور او زياتي يادونه وکړه، چې دا مهال تر ټولو سخت ظلمونه ورسره روان دي او زياته یې کړه چې همدا تاسو ياست چې خپلو مسلکونو کې د ځان رسولو او نوښتونو پرمټ به یې د کفارو هر ډول ځمکني، اقتصادي او فکري اشغال څخه ژغوری.

د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل ثناء الله روښان لخوا هغو ممتازو محصلانو چې سیمینارونه او نوښتونه یې ترسره کړي و، کارونه مثبت وارزول.

m

په پای کې د محصلانو چارو مرستيال پوهنيار مجاهد همت يار لنډه وينا وکړه او محصلان یې وهڅول چې په خپلو اړوندو مسلکونو کې پوره زيار وګالي او نوښتونه ټولنې ته وړاندې کړي.

m

غونډه ممتازو محصلانو ته د ايوارډونو، ستاینلیکونو ورکولو او دعا په ویلو سره پای ته ورسيده.

mm

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS