شیخ زاید پوهنتون کې د کادري آزموینې له ګډونوالو څخه انګلیسي ژبې آزموینه واخيستل شوه.

szu_admin
Sun, Oct 01 2023 1:43 PM
szu

تيره ورځ شنبه د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د ميزان مياشتې ۸مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د ربیع الاول مياشتې له ۱۵مې نيټې سره برابره وه، په هغه غونډه کې چې د امام ابوحنیفه رحمة الله په تالار کې را بلل شوې وه، د شیخ زاید پوهنتون علمي چارو مرستيال او سرپرست سید اسماعيل روحاني، پوهنځیو رئیسانو او د کادري آزموینې کميټې غړو ګډون کړی و.

د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته ښاغلي روحاني د آزموینې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د آزموینې په اړه خبرې وکړې او زياته یې کړه چې آزموینه به په پوره شفافیت او کومې لاسوهنې پرته واخیستل شي.

یاده ازموینه کې شاوخوا (۸۰) کسانو ګډون کړی و، چې په راتلونکو پړاوونو کې د ګډون په موخه به پکې وړ او با استعداده کسان بريالي اعلان شي.

Latest news

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS