د افغان پرمختیایي مؤسسې مسؤلینو شیخ زاید پوهنتون له رئیس سره لیدنه ترسره کړه.

szu_admin
Sun, Feb 05 2023 11:19 AM
SZU

نن ورځ ۱۴۰۱هـ.ش کال د دلوې میاشتې ۱۵مه نیټه، چې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د رجب المرجب میاشتې له ۱۳مې نیټې سره برابره ده، د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نیازي سره د افغان پرمختیايي مؤسسې د ریاست مقام په دفتر ناسته وکړه.

szu2

د مؤسسې مسؤلینو لخوا د زراعت په برخه کې د کار کولو ځینو سامان آلاتو مرستې ترڅنګ د مؤسسې مسؤلینو ډاډ څرګند کړ چې په دې برخه کې به نورو همکاریو ته هم دوام ورکوي.

szu3

د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نیازي د یادې مؤسسې له مسؤلینو انجینر عبدالصبور هادي او انجینر فیصل څخه مننه وکړه او دا ډول مرستې یې د پوهنتون په ښکلا او زرغونتیا برخه کې مؤثرې وبللې او پوهنتون یې د ټولو هېوادوالو ګډ کور وباله چې په ګډه به ورته د پرمختګ او بهبود په برخه کې هلې ځلې کوو.

د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Tue, Aug 18 2026 3:31 PM
Background image

Interior Minister Khalifa Sirajuddin Haqqani Addresses a Large Gathering at Sheikh Zayed University

The respected Minister of Interior, Khalifa Sirajuddin Haqqani, delivered a speech to the leadership, professors, staff, and students of Sheikh Zayed University during a large gathering. . .

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

BACK TO NEWS