شیخ زاید پوهنتون تدریسي روغتون کې هره ورځ یوسل او پنځوس ناروغان تداوي کېږي

szu_admin
Sun, Aug 21 2022 11:56 AM
szu Teaching Hospital

د شیخ زاید پوهنتون تدریسي روغتون چې څه موده وړاندې یې د پوهنتون د رهبرۍ په هلوځلو سره په فعالیت پیل کړی، چې تر دې دمه یې هیوادوالو ته په صحي برخه کې د پام وړ خدمات وړاندې کړي دي، دا په داسي حال کې ده چې د ا.ا.ا څخه د مخه یاد روغتون چارې په ټپه دریدلي وې، چې خوشبختانه د ا.ا.ا په راتګ سره یې ټول فعالیتونه په سم ډول تنظیم شول او په ياد روغتون کې شته امکانات په کار واچول شول، چې هره ورځ پکې تر ۱۵۰ پوري ناروغان تداوي کیږي.

szu teaching hospital

د یاد روغتون د فعالیت له پیل څخه تردې دمه ۱۳ زره ۴ سوه ۸۰ ناروغان تداوي شوي ، ۱۵ سوه ۲۹ناروغان بستر، یوسل او لس ولادتونه او ۵۰ ناروغان عملیات شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې شیخ زاید پوهنتون رهبري کلک هوډ لري، چې د یاد روغتون له لارې په صحي برخه کې د هیواد ځورېدلو بچیانو لپاره نه ستړي کیدونکي خدمات ترسره کړي.

د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS