د څېړنو لپاره کمپيوټري احصایوي تحلیلونو پروګرام (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.
د شیخ زايد او د خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د علمي څېړنو لپاره کمپيوټري احصايوي تحليلونو پروګرام يا (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.
په یاد ورکشاپ کې به د دغه پروګرام پېژندنه، SPSS ته د ډاټا او متحولینو داخلول، د احصایوي معلوماتو تنظیم، تحلیل، ډاټا هدف، ځانګړتیاوې، جوړښت، اعشاري، اندازه ګيرۍ ډولونه، تشریحي او انسباطي احصایه، پرمختللي احصایوي تخنیکونه، د مختلفو احصایوي ټیسټونو باندې نظري او عملي کارونه ترسره شي.
ياد شپږ ورځنی ورکشاپ د علمي څېړنو معاونيت له لوري د مسلکي پرمختيا آمريت په همکارۍ برابر شوی دی، چې د اقتصاد پوهنځي استادانو پوهنمل غازي پتنګ او پوهنیار محمد عثمان شریفي له لوري وړاندې کېږي.
نېټه: شنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د محرم الحرام ۱۱مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د سرطان ۶مه
۲۰۲۶ م کال د جون ۲۷مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

