د شیخ زاید پوهنتون رهبري د تدریسي روغتون له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

szu_admin
Thu, Jan 08 2026 2:26 PM
bklihhgfbvmjh

نن پنجشنبه چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د جدي مياشتې ۱۸مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۱۸مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رهبري له تدریسي روغتون څخه لیدنه او د یاد روغتون له مسؤلینو سره یې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـقـ.ـاني د تدريسي روغتون خدماتو ارزونه وکړه، همدا رنګه د روغتون له ډاکترانو، کارکوونکو او مسؤلینو سره یې د روغتیايي خدماتو د لا ښه‌والي په موخه خبرې وکړې. نوموړي د ډاکترانو مسلکي رول وستایه او هغوی یې خپلو دیني، مسلکي او انساني مسؤلیتونو ته متوجې کړل.
 نوموړي زیاته کړه، چې د تدریسي روغتون د لا ښه فعالیت لپاره باید رهبري، ډاکټران، نرسان او ټول کارکوونکي همغږي او د یووالي روحيه جاري وساتي. په ناسته کې د روغتون مسؤلینو ډاډ ورکړ چې د ناروغانو خدمت ته هم پوره پاملرنه کوي.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Tue, Aug 18 2026 3:31 PM
Background image

Interior Minister Khalifa Sirajuddin Haqqani Addresses a Large Gathering at Sheikh Zayed University

The respected Minister of Interior, Khalifa Sirajuddin Haqqani, delivered a speech to the leadership, professors, staff, and students of Sheikh Zayed University during a large gathering. . .

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

BACK TO NEWS