افغانستان کې موجوده بانکداري او د اسلامي شریعت سره یې مطابقت تر عنوان لاندې علمي سیمینار وړاندې شو.

szu_admin
Tue, Nov 11 2025 1:38 PM
دړړدادلبافیادغ

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۲۰مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الأولی مياشتې له ۲۰مې نیټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون پنځو پوهنځیو حقوقو او سياسي علومو، شرعياتو، اقتصاد، کرنې، ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځیو محصلانو ته افغانستان کې موجوده بانکداري او د اسلامي شریعت سره یې مطابقت تر عنوان لاندې علمي سیمینار وړاندې شو.
په دغه سیمینار کې د بانکونو پېژندنه، د سودي بانکي نظام د تمويل لارې چارې، افغانستان کې د بانکونو جوړښت او د موجوده بانکوالۍ معاملات، د سودي معاملاتو شرعي بديلونه، مشارکه، مضاربه، مرابحه، مؤجله، اجاره، سلم، استصناع او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو باندې معلومات ورکړل شول او په اړه یې د محصلانو پوښتنو ته ځوابونه وويل شول.
ياد سیمینار د محصلانو چارو معاونيت محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري برابر شوی و، چې د شرعياتو پوهنځي استاد دوکتور پوهندوی مفتي عزت نور لخوا وړاندې شو.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS