د ميراث علم په اړه محصلانو ته د عامه پوهاوي سیمينار وړاندې شو.

szu_admin
Mon, Oct 20 2025 10:10 AM
التعغعبلاړد

تېره ورځ یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ميزان میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الآخر میاشتې له ۲۶مې نیټې سره یې سمون درلود، د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو معاونيت لخوا د بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو ته د ميراث علم په اړه عامه پوهاوي سیمينار ورکړل شو، چې د پیل په خبرو کې د محصلانو چارو مرستيال مفتي رضوان الله منیب د ښځو د ميراث حق په ارزښت او اهميت باندې خبرې وکړې.
په دغه سیمينار کې د ميراث علم پېژندنه، په قرآن کريم کې د ښځو د ميراث حق، په ميراث کې د ښځو لپاره ټاکل شوې برخې او په میراث کې د شرعې خلاف کړنو ناوړه پایلو په اړه معلومات ورکړل شول.
ياد سیمینار د شرعياتو پوهنځي استاد شیخ الحدیث مولوي شېر محمد حنفي لخوا وړاندې شو.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS