په اسلام کې د يتيمو ماشومانو حقوق تر عنوان لاندې سیمينار وړاندې شو.

szu_admin
Thu, Sep 04 2025 1:59 PM
vvvvvvvvvvvvvvgghh

د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو معاونيت لخوا د خوست ولایت کار او ټولنيزو چارو رياست اړوند د ماشومانو روزنتون ۱۲۰ تنو یتیمانو ته په اسلام کې د یتیمو ماشومانو حقوق تر عنوان لاندې سيمينار د شرعیاتو پوهنځي استاد مفتي محمد امین سعیدي لخوا وړاندې شو.

ياد سیمينار کې د استاد او اداري کارمند، د یتیمانو روزونکو شان او مقام، په یتیمانو د نه رحم کوونکو د الله جل جلاله عذاب، په اسلامي تاريخ کې د ماشومانو کارنامې، د تعليم او زده کړو حق، د استاد حق او د ښه روزونکي صفات موضوعاتو باندې معلومات وړاندې شول.

د روزنتون مسؤلینو د شيخ زايد پوهنتون ادارې لخوا دا ډول برنامو برابرولو ستاینه وکړه او په راتلونکي کې یې د لا پراخولو هيله څرګنده کړه.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS