د شيخ زايد پوهنتون رئيس له تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړه.

szu_admin
Sat, Jan 18 2025 3:09 PM
االلففغغعهت

نن شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د مرغومي مياشتې ۲۹مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۱۷مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مسلمين راشد د تدریسي روغتون له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
یاده لیدنه کې چې د پوهنتون مرستیالانو، د تدریسي روغتون سرطبیب او د طب پوهنځي استادانو یې هم ملتیا کوله د روغتون له بېلا بېلو برخو او ماشین آلاتو څخه لیدنه وشوه، د شيخ صاحب لخوا د تدریسي روغتون ډاکټرانو او کارکوونکو ته د خپلو دندو په ښه شان اجراء او د ځینو له کاره لویدلو ماشین آلاتو د بیا رغونې او ترميم په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS