دیدګاه رسالت و ارزشها پوهنځی زبان و ادبیات
(Vision)لرلید
د ژبو او ادبياتو پوهنځی چې اوس مهال څلور ګونې څانګې لري او د هېواد بچيانو ته په علمي ډګر کې خدمات وړاندې کوي، په راتلونکې کې به دغه پوهنځی د هېواد او نړۍ له پرمختللو پوهنتونو سره توآميتونه ولري او تر دې به نور هم په عالي کيفيت ټولنې ته خدمتونه وړاندې کړي. د دغه پوهنځي فارغين به په ټولنه کې په عيني او دقيق ډول خدمت وکړي. موږ به په راتلونکي کې په پوهنځي کې د هېواد په کچه درنې علمي سټې ولرو چې خپل ولس ته به د خدمت جوګه وي. د ژبو او ادبياتو پوهنځي لرليد او رسالت د ياد پوهنځي د (۲۴/۱۲/۱۳۹۳ل) نېټې په (۲۴) ګڼه پروتوکول کې ثبت او د رايو په اکثريت تاييد دی.
(Mission) رسالت
د ژبو او ادبياتو پوهنځی خپله ژمنتيا ښيي چې خپل ولس ته به د پښتو، دري، انګليسي او اردو ژبو او ادبياتو په ډګر کې علمي کادرونه وړاندې کوي او د خپل هېواد پر دود، دستور او کلتور برابرې درنې علمي سټې به د ټولنې د خدمت جوګه ګرځوي.
(Values)ارزښتونه
- په يوې پاکې، ملي او اسلامي روحيې سمبال د هېواد او ملي ارزښتونو ساتنه او پالنه.
- د معياري او باکيفيته لوړو زدهکړو وړاندې کول.
- د ګټورې او ارزښتمنې څېړنې کلتور رامنځته کول.
- د يوې سالمې ادارې جوړول او اغېزمنه رهبري رامنځته کول.
- علمي او اکاډيميکه ازادي رامنځته کول.
- په چارو کې روڼتيا او حساب ورکونه.
- د فساد مخنيوی او راڼه خدمات وړاندې کول.
- له هر ډول تبعيض پرته معياري خدمتونه وړاندې کول