د لوړو زده کړو وزارت د لابراتوارونو څخه د لیدنې هیئت د شيخ زايد پوهنتون څخه ليدنه وکړه.
نن شنبه چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د قوس مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الآخرة مياشتې له ۱۵مې نیټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت له لوري د اداري او زېربنا رئیس قاضي محمد ادریس اخندزاده په مشرۍ ټاکل شوي درې کسیز پلاوي د شيخ زايد پوهنتون له رهبري سره ناسته وکړه.
ټاکل شوې ده چې ياد هئیت به د شيخ زايد پوهنتون د ټولو لابراتوارونو څخه لیدنه وکړي او راپور به یې د لوړو زده کړو وزارت د اړوندو مسؤلینو سره د لا بهبود او ښه کیدو په موخه شریک کړي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت
