شیخ زايد پوهنتون کې د تدریسي روغتون او اداري خالي بستونو لپاره ازموینه واخيستل شوه.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۱:۵۲
لبیزېیس

نن سه شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د سلواغې مياشتې ۳۰مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شعبان المعظم مياشتې له ۱۹مې نیټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون امام ابو حنیفه رحمه الله په تالار کې د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون او اداري ۱۳ خالي بستونو لپاره په شرایطو برابرو داوطلبانو څخه ازموینه واخيستل شوه.

د ازموینې د پرانیستې په مراسمو کې د علمي، مالي او اداري چارو مرستيالانو سربېره د ازموینې کمېټې غړو، د خوست ولایت ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو آمریت مسؤلینو او داوطلبانو ګډون کړی و.

د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته، د علمي چارو مرستیال پوهنمل نور الله حسین خېل لخوا ګډنوالو ته د یادې ازموینې پروسې لنډ تشریح تر څنګ، د پوره روڼتیا ډاډ ورکړل شو.

د يادولو وړ ده چې يادو بستونو ته ۱۲۰ کسانو ځانونه نوماندان کړي و، چې له ۶۶ په شرایطو برابرو کسانو څخه نن ورځ د با صلاحیته هیئت په حضور کې ازموینه واخیستل شوه، چې له جملې څخه به یې د يادو بستونو لپاره ۱۳ کسان چې له نورو یې لوړې نمرې تر لاسه کړې وي، وټاکل شي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

برای شفاخانه تدریسی دواها ''دارو'' به ارزش پنج و نیم میلیون افغانی خریداری شد.

برای شفاخانه تدریسی پوهنتون شیخ زاید، ۱۴۹ قلم دوا به ارزش پنج و نیم میلیون افغانی خریداری گردید. در این دواهای خریداری‌شده، انواع مختلف دوا شامل است که با آن، دواخانه شفاخانه تدریسی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۵۰
Background image
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۰:۵۸
Background image

ریاست تضمین کیفیت و اعتباردهی وزارت محترم تحصیلات عالی در سال ۱۴۰۲ هـ.ش پوهنتونهای معتبر کشور را بررسی و ارزیابی نمود

 که از جمله پنج پوهنتون معتبر کشور، اعتبارعلمی و اکادمیک خویش را بدست آورد، که خوشبختانه پوهنتون شیخ زاید در بین این پنج پوهنتون معتبر و بزرگ نیز جای دارد. بنا براین اساس در یک مجلس. . .

BACK TO NEWS