عمومي مسجد کې د شیوخو افتخاري درسونو په لړۍ کې استادانو، کارکوونکو او محصلانو ته اصلاحي بیانونه وشول.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۲:۱۹
سصثیبق

چهار شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د لیندۍ میاشتې ۷مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د جمادی الاولی میاشتې له ۲۵مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون په عمومي مسجد کې د پوهنتون استادانو، کارکوونکو او محصلانو ته اصلاحي بيانونو اورولو غونډه تر سره شوه.

غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مسلمین راشد، شیخ الحدیث خیر الله شاه احقر، مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، دعوت او ارشاد آمریت مسؤلینو، استادانو، کارکوونو او محصلانو ګډون کړی و.

د قرآن عظیم الشان څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته، د شيخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمين راشد اصلاحي بيان وکړ، نوموړي د اسلام له نظره د مور او پلار، ګاونډي، استاد او محصل حقوق پر یو بل باندې، د قيامت ورځې سختي او د لمانځه پر پابندۍ باندې اصلاحي بيان وکړ او ګډونوال یې هغه څه ته را وبلل، چې الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم پرې راضي کېږي.

شیخ الحدیث خیر الله شاه احقر د خپلې اصلاحي وینا تر څنګ د طب، انجینري او نورو علومو په اړه د اسلام دین څوارلس سوه کاله پخوا وړاندوینې او حکمتونه بيان کړل، د حنیفي فقهې او د اهل سنت والجماعت په اړه یې مسایل بيان کړل.

یاده غونډه چې د دعوت او ارشاد آمریت په هڅو برابره شوې وه، د شيخ الحدیث خیرالله شاه احقر لخوا د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیده.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

برای شفاخانه تدریسی دواها ''دارو'' به ارزش پنج و نیم میلیون افغانی خریداری شد.

برای شفاخانه تدریسی پوهنتون شیخ زاید، ۱۴۹ قلم دوا به ارزش پنج و نیم میلیون افغانی خریداری گردید. در این دواهای خریداری‌شده، انواع مختلف دوا شامل است که با آن، دواخانه شفاخانه تدریسی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۵۰
Background image
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۰:۵۸
Background image

ریاست تضمین کیفیت و اعتباردهی وزارت محترم تحصیلات عالی در سال ۱۴۰۲ هـ.ش پوهنتونهای معتبر کشور را بررسی و ارزیابی نمود

 که از جمله پنج پوهنتون معتبر کشور، اعتبارعلمی و اکادمیک خویش را بدست آورد، که خوشبختانه پوهنتون شیخ زاید در بین این پنج پوهنتون معتبر و بزرگ نیز جای دارد. بنا براین اساس در یک مجلس. . .

BACK TO NEWS