د شیخ زاید پوهنتون او طلوع افتاب لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

szu_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۷ - ۱۱:۱
 نن ورځ ( ۱۳۹۹/۱۱/ ۶)د شیخ زاید پوهنتون او طلوع افتاب لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ په اتو مادو کې د پنځو کالو لپاره د علمي همکاریو هوکړه لیک د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي او د طلوع افتاب لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې رئیس حکیم الله سهیلي لخوا د پوهنتون ریاست مقام کې لاسلیک شو.  د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل اریوبي د طلوع افتاب مؤسسې مسؤلینو ته ډاډ ورکړ ، چې د یاد هوکړه په اساس به د شیخ زاید پوهنتون علمي کادرونه په علمي برخه د هیڅ ډول همکاریو دریغ ونکړي.  په یاد هوکړه لیک کې مشترک علمي پروګرامونه، د

نن ورځ ( ۱۳۹۹/۱۱/ ۶)د شیخ زاید پوهنتون او طلوع افتاب لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ په اتو مادو کې د پنځو کالو لپاره د علمي همکاریو هوکړه لیک د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي او د طلوع افتاب لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې رئیس حکیم الله سهیلي لخوا د پوهنتون ریاست مقام کې لاسلیک شو.

 نن ورځ ( ۱۳۹۹/۱۱/ ۶)د شیخ زاید پوهنتون او طلوع افتاب لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ په اتو مادو کې د پنځو کالو لپاره د علمي همکاریو هوکړه لیک د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي او د طلوع افتاب لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې رئیس حکیم الله سهیلي لخوا د پوهنتون ریاست مقام کې لاسلیک شو.  د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل اریوبي د طلوع افتاب مؤسسې مسؤلینو ته ډاډ ورکړ ، چې د یاد هوکړه په اساس به د شیخ زاید پوهنتون علمي کادرونه په علمي برخه د هیڅ ډول همکاریو دریغ ونکړي.  په یاد هوکړه لیک کې مشترک علمي پروګرامونه، د استادانو او محصلینو ترمنځ د علمي تجربو تبادله، علمي تحقیقات، ورکشاپونه، سمینارونه،کنفرانسونه، د نصاب د مفرداتو ترتیب، کیفیت لوړونې او ارزونې، د محصلینو جذب، د علمي او اداري موارېدو او معلوماتو په برخه کې دوه اړخیزې مرستې شاملې دي.  د شیخ زاید پوهنتون رهبري تل په دې هڅه کې ده، چې د دولتي پوهنتونو تر څنګ د خصوصي علمي مؤسساتو محصلینو ته هم په هره برخه کې ښه زمینه مساعده شي، چې په عملي زده کړو کې د وخت غوښتنو مطابق وروزل شي

د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل اریوبي د طلوع افتاب مؤسسې مسؤلینو ته ډاډ ورکړ ، چې د یاد هوکړه په اساس به د شیخ زاید پوهنتون علمي کادرونه په علمي برخه د هیڅ ډول همکاریو دریغ ونکړي.

په یاد هوکړه لیک کې مشترک علمي پروګرامونه، د استادانو او محصلینو ترمنځ د علمي تجربو تبادله، علمي تحقیقات، ورکشاپونه، سمینارونه،کنفرانسونه، د نصاب د مفرداتو ترتیب، کیفیت لوړونې او ارزونې، د محصلینو جذب، د علمي او اداري موارېدو او معلوماتو په برخه کې دوه اړخیزې مرستې شاملې دي.

د شیخ زاید پوهنتون رهبري تل په دې هڅه کې ده، چې د دولتي پوهنتونو تر څنګ د خصوصي علمي مؤسساتو محصلینو ته هم په هره برخه کې ښه زمینه مساعده شي، چې په عملي زده کړو کې د وخت غوښتنو مطابق وروزل شي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۵:۲۷
Background image

د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزيک څانګې محصلانو ننګرهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

د شيخ زايد پوهنتون ښوونې او رزونې پوهنځي د څلورم ټولګي ۱۴ تنو محصلانو د یو تن استاد پوهنمل شېرولي همت په ملتيا ننګرهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.
د ياد علمي سفر په ترڅ کې د ننګرهار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت عمومي څارنې پلاوي له رهبري سره غونډه وکړه.

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ميزان مياشتې درېیمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له دوهمې نیټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت عمومي څارنې پلاوي د شیخ زايد پوهنتون څخه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۵:۳۴
Background image

په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا تر عنوان لاندې نړیوال کنفرانس کې د شیخ زاید پوهنتون درې مقالې غوره وبلل شوې.

په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا تر عنوان لاندې نړیوال کنفرانس چې د هرات جامي خصوصي پوهنتون کې ترسره شو، د یاد کنفرانس د ۲۰ غورو مقالو په قطار کې د شیخ زاید. . .

BACK TO NEWS